د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ملي امنیت سلاکار د طالبانو د رييس والوزرا له مرستيال او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي


د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف د طالبانو د رييس والوزرا له سرپرست مرستيال عبدالسلام حنفي سره د غرمنۍ پر مهال ( د جنورۍ ۲۹مه کال ۲۰۲۲)
د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف د طالبانو د رييس والوزرا له سرپرست مرستيال عبدالسلام حنفي سره د غرمنۍ پر مهال ( د جنورۍ ۲۹مه کال ۲۰۲۲)

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.

نوموړي نن (جنورۍ ۲۹مه) په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د دې غونډو په اړه پر خپل ټوېټر خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې معید یوسف د طالبانو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتیا، سوداګرۍ او اقتصادي مسلو خبرې کړې دي.

پاکستان په رسمي توګه دا نه وو ویلي چې د معید یوسف په مشرۍ کې کابل ته د دې پلاوي د تګ ایجنډا څه وه. ​

ټاکل شوې وه چې معید یوسف دا سفر د جنورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه کړی وای خو د دوی په وینا، هغه وخت د خراب موسم له کبله ځنډول شوی وو.

د جنورۍ پر ۲۹مه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ته په حامد کرزي هوايي ډګر کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هرکلی وايي
د جنورۍ پر ۲۹مه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ته په حامد کرزي هوايي ډګر کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هرکلی وايي

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو لیکلي وو چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ یو پلاوی به کابل ته ولاړ شي او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره به د ډیورند پر کرښه د اغزن تار د غځولو پر موضوع او د ملګروملتونو د غوښتنې پر اساس افغانستان ته د مرستو رسولو پر چارو خبرې وکړي.

خو د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي وو چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو (په ځانګړي توګه ناروغانو) ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان دا پلاوی داسې وخت کابل ته ځي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان یو لړ وروستیو څرګندونو تند غبرګونونه پورته کړي دي.

د پاکستان د وزیر اعظم دفتر په دې وروستیو کې ټوېټ کړی چې عمران خان پاکستاني چارواکو ته لارښوونه کړې څو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، محاسبې او مالیې په برخو کې تکړه او روزل شوي کارکوونکي دغه هېواد ته ولېږي.

د خان څرګندونو ته د غبرګونو په دوام د جنورۍ پر۱۶مه، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د عمران خان وړاندیز رد کړ.

متقي وویل:" افغانستان ډېر ښه کدرونه لري. ډېر ښه تعلیم یافته شخصیتونه لري. د افغانستان حکومت تر اوسه هېڅ داسې خلا نه ده حس کړې چې هغه خلا په پردیو او د نورو هېوادونو په کدرونو باندې ډکه کړي. نو افغانستان اوس وخت دې ته ضرورت نه لري چې له نړۍ نه څوک راشي او دلته کار وکړي. البته افغانستان اقتصادي مشکلات لري. نړیوال باید ورسره مرسته وکړي. له هېوادوالو سره. خصوصاً په دې روان ژمي کې."

بلخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي، چې افغانستان سلګونه زره لوستې نجونې او هلکان لري چې په کور دننه او بهر یې خپلې زده کړې بشپړې کړي او بهرنیو کارکوونکو ته هېڅ اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG