د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس په پاکستان کې ۲۹ کسان وژلي دي


د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت رسمي ځانګړې ووبپاڼې د جنورۍ پر ۳۰مه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۷۹۷۸ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت رسمي ځانګړې ووبپاڼې د جنورۍ پر ۳۰مه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۷۹۷۸ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان د صحت وزارت وايي، کورونا وایرس په تېر یو شواروز کې په ټول ملک کې لږ تر لږه ۲۹ کسان نور وژلي دی.

د سرکاري شمېرو له مخې، په پاکستان کې له کورونا وایرس څخه تر اوسه په مجموعي توګه ۲۹،۲۴۸ کسان مړه شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت رسمي ځانګړې ووبپاڼې د جنورۍ پر ۳۰مه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۷۹۷۸ تازه پېښې ثبت شوې دي.

چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې د پېښو رسمي شمېر له ۱۴ لکو اوښتی دی. خو له دې ناورغۍ ۱۲ لاکه اته اتيا زره زيات کسان رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دي وروستيو کې په پاکستان کې د کورونا وايرس کيسونه زيات شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د څار ملي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنېټر) د جنورۍ پر ۲۸مه په هېواد کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره لګول شوي بنديزونه د فرورۍ تر ۱۵مې وغځول.

ټاکل شوې وه چې دا بندیزونه او محدویتونه به د جنورۍ‍ پر ۳۱مه نېټه پای ته رسېدل.

یادې ادارې په اعلاميه کې ويلي ول چې په هغو سيمو کې به پر غونډو بنديزونه وي چې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شرح له ۱۰ فيصده پکې زياته وي.

بل پلو، په ملک کې د کورونا نه د ژغورنې په موخه خلکو ته د واکسینو د ورکولو لړۍ هم روانه ده.

د حکومتي شمېرو ترمخې د جنورۍ تر ۳۰مې نېټې تر اته کروړو او اووه لاکه زیات کسان په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

XS
SM
MD
LG