دا ډول اقدامات به په پاکستان کې پر "خپل ځان سېنسرشېپ لا پیاوړی" کړي او که د ډان په څېر لویه رسنیزه اداره له داسې نتیجو سره مخامخېږي نو بیا به "څوک په هېواد کې د ریښتیا ویلو جرات وکړای شي؟"
په اسلام اباد کې د نړيوال مالي صندوق د استازي دفتر مشال راډيو ته وويل چې د سپتمبر په اوه ويشتمه پاکستان ته ورغلی د دې ادارې پلاوی غواړي له دغه هېواد سره د قرض د ورکړې په اړه هراړخیزې خبرې ولري.
پخوانی برېګېډییر سید نذیر وايي، اوس داسې ښکاري چې پوځ د مشرف پوره ملاتړ نه کوي. دی وايي، د دې لامل دا دی چې په پوځ کې د مشرف پخواني همکاران او ملګري رېټایر (تقاعد) شوي دي او د پوځ مشرتابه چارې دویم دور ته داخلې شوې دي.
پروسږ کال د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې د ترهګرۍ خلاف جوړې قومي تګلارې له مخې دوه سوه او څلور پنځوس مشکوکه او غېررجسټرډ مدرسې بندې کړل شوې دي.
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف وکیل ته ویلي یوه اونۍ کې دې عدالت ته جواب ورکړي چې پروېز مشرف خپل ملک ته راځي او که نه.
امريکايي ولسمشر ايران ته په اشاره وويل چې د ترهګرۍ غټ ملاتړي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ د تر ټولو خطرناکه وسلې ولري.
په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې پاکستاني شناختي کارډونه يې جوړ کړي ول وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې شناختي کارډونه حکومت ته وسپارل خو تروسه ورته د پاکستان حکومت په یاد ملک کې د اوسېدو لپاره کارډونه نه دي ورکړي چې له وجې له ستونزو سرهمخامخ دي.
په پېښور هايي کورټ کې يو وکيل د رياست خلاف پيټیشن دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې په خېبر پښتونخوا کې شاملو شوو قبايلي سيمو کې دې د ډپټي کمشنر چې پخوا پوليټيکل ايجنټ وو، واکونه محدود کړل شي. د هغه په وېنا د عهدې نوم بدل شو خو زور يې کم شوی نه دی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف وويل چې حکومت لا هم د جولای په پنځه ويشتمه شوو پارليماني ټاکنو کې په مبيينه ډول شوو درغليوو په اړه د څېړنو وعده نه ده پوره کړي.
په کار ځایونو کې د ښځو ځورولو پرضد کارکونکې وفاقي محتسب سېکرېټریټ وایي چې د سږني کال له فېبرورۍراهیسې په پاکستان کې د ښځو ځورولو درې سوه او اته اویا پېښې رپورټ شوې دي.
د پاکستان بهرنېو چارو وزير شاه محمود قریشي ویلي دي له اسلام اباد سره په اړیکو کې تل واشنګټن کړې ده خو اوس خو اوس به یې هېواد د خپلې ګټې هڅه کوي.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.
نور وښیئ