د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وايي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د خالي پر ورځ په یو ورځنی سفر کابل ته ځي او له افغان چارواکو سره به دوه اړخيزه اړېکو په ګډون په مختلفو چارو خبرې وکړي.
پاکستان مسلم لیګ ن وایي چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف د مېرمنې کلثوم نواز جنازه به د جمعې په ورځ پنځه بجې د لاهور په جاتي عمرا کې کېږي.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د خپلې مېرمنې د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په ضمانت خوشې شوی دی.
د پاکستان د سیند صوبې های کورټ امر کړی دی چې په کراچۍ کې د هغو پېښو په اړه درج شوې مقدمې له سره پیل شي په کومو کې چې د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي وو. یاد عدالت ویلي چې په دې اړه به ځانګړې جرګګۍ جوړوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د روانې میاشتې پر ۱۵مه کابل ته ځي او دا په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګه وروسته د یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.
افغان چارواکي وايي کابل ته د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي سفر ته د جګړې ختمولو لپاره د هڅو په لړ کې د يو نوي ګام اخيستنې په توګه ګوري.
د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته د څلورو هغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکيو د پاکستان سفرونه کړي چې ددې هېواد په بهرنۍ تګلاره کې ډېر مهم ځای لري.
د پاکستان نوي ولسمشر ډاکټر عارف علوي د سېپټمبر پر نهمه د خپلې عهدې سوګند پورته کړ او په دې توګه په رسمي ډول یې د پاکستان د تاریخ د ۱۳م ولسمشر په حېث خپل کار پیل کړ.
د حافظ اباد ضلعې پولیس وايي دا پېښه په نیسووال نومې کلي کې د سېپټمبر په ۷مه ناوخته رامنځ ته شوې ده، چې پکې قاتل خپله لور ثنا، د هغې خاوند فردوس او د دوه او درې کلونو د عمر د هغوی دوه ځامن وژلي دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت په هېواد کې د ډېم جوړولو لپاره پر خلکو د چندو ورکولو غږ کړی دی او د دې لپاره يې وزيراعظم فنډ جوړولو اعلان کړی دی.
د تحریک انصاف په واکمنۍ وفاقي حکومت اقتصاد ته د ودې ورکولو لپاره مشاورتي شورا یا اکنامک ایډوایزري کمېټي جوړه کړې چې پکې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشت پاکستاني اقتصاد پوهان شامل کړل شوي دي.
وانګ يي زياته کړه چې چين او پاکستان په سيمه ييزه او نړيوالو چارو کې همکارۍ زياتولو سلا شوي دي. د دوه په وينا دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د پروسې ملاتړ کوي.
نور وښیئ