د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېم اېف پلاوی پاکستان ته تللی


په واشنګټن کې د ای اېم ايف مرکزي دفتر
په واشنګټن کې د ای اېم ايف مرکزي دفتر

په اسلام اباد کې د نړيوال مالي صندوق (ای اېم اېف) د استازي دفتر وايي، د سېپټېمبر پر ۲۷مه پاکستان ته ورغلی پلاوی به یې د دغه هېواد له چارواکیو سره د پورونو ورکولو په باب هراړخیزې خبرې وکړي.

د ای اېم اېف چارواکي چې نه یې غوښت نوم یې خپور شي، نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وويل دا نه ده معلومه چې دغه اداره به پاکستان ته د قرض په ورکولو سلا شي او که نه.

د پاکستان خزانې وزير اسد عمر تر دې مخکې ويلي ول چې هېواد يې د بهرنيوو قرضو خلاصولو او د روپۍ ارزښت ساتلو لپاره نهه اربه ډالرو ته ضرورت لري. هغه تېره اونۍ پارلېمان ته په خپله وینا کې وويل چې له اقتصادي بحرانه د وتو لپاره به يا خو له یو دوست هېواده يا هم له ای اېم اېف پور اخلي.

دوی د يو هېواد اقتصادي صحت ګوري چې ايا دغه ملک بیرته خپل قرض خلاصولی شي که نه.
ډاکټر معراج الحق

ای اېم اېف د پېسو نړيوال صندوق دی چې اړو هېوادونو ته پورونه ورکوي. په اسلام اباد کې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق مشال راډيو ته وويل چې ای اېم اېف له بشپړې څېړنې پرته چا ته قرض نه ورکوي. ''دوی چې کوم ملک ته قرض ورکوي ځيني شرطونه هم پرې لګوي. مثلا د شيانو نرخونه زياتول او د ټېکسونو ډېرولو ترڅنګ يې د اخيستو سم سيسټم درلودل. د پاکستان حکومت لپاره دا يو ستونزمن کار دی ځکه چې که قرض نه اخلي نو بهرنی پور نه شي خلاصولی او که يې اخلي نو بيا مجبوره دی پر عوامو د ټيکسونو او ګرانۍ بوج واچوي.''

ای اېم اېف پخوا هم پاکستان ته په پور پېسې ورکړې. خو دا ځل ورته د امريکا بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو خبرداری ورکړی که یې اسلام اباد ته پېسې ورکړي هغوی پرې د چين قرضونه خلاصوي. ای اېم اېف ته امريکا د نړۍ له بل هر هېواده ډېرې پېسې ورکوي نو ځکه پومپيو د تېرې جولای په دېرشمه له سي اين بي سي ټيليويژن سره په مرکه کې وويل چې نه غواړي د امريکايي ټېکس ورکوونکو پېسې د دوی سيال هېواد چین جېب ته ولاړې شي.

د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق وايي سياسي مسايل د قرضونو په ورکړې اغېز لري. ''امريکا يو لوی هېواد دی. ای اېم اېف ته ډېرې پېسې ورکوي. نو که د هغوی له پاکستان سره تعلق خراب وي او دا پېسې نه ورکول غواړي نو د دې قرض پر اخيستو منفي اغېز کېدلی شي.''

د معراج الحق په وینا که د پېسو نړيوال صندوق پاکستان ته پور ور نه کړي دغه هېواد اړ دی چې له چين، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو څخه پور واخلي. په دا وروستيو کې وزيراعظم عمران خان سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته سفر هم کړی وو خو چارواکو و نه ویل چې په دې اړه یې خبرې شوې دي او که نه.

د پاکستان خزانې وزير اسد عمر د سپتمبر په څلورويشتمه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ويلي چې اقتصاد یې له چېلنج سره مخامخ دی نو ځکه یې د تېر حکومت د وخت په بجټ کې بدلون کړی او د پرمختيايي کارونو لپاره بېلې شوې پېسې يې کمې کړې دي. هغه د چېلنجونو په لړ کې په ځانګړې ډول د بهرنيو قرضو او هره ورځ پرې زياتيدونکي سود يادونه وکړه.

XS
SM
MD
LG