د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف ولې عدالت ته نه حاضرېږي؟


د سېپټېمبر پر ۲۵مه د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف له وکیله هېواد ته د هغه د ستنېدو په اړه سپین ځواب غوښتی دی.

نثار په دې لړ کې د یوې اوونۍ وخت ورکړی او وايي، عدالت دې خبر کړي چې نوموړی هېواد ته ستنېږي او که نه؟

د مشرف ګوند ال پاکستان مسلم لیګ پر هم هغه ورځ په یوه بیان کې وویل، که عدالت د نوموړي د نه ګرفتارولو امر وکړي او هغه ته په هېواد کې دننه او بهر د تګ راتګ اجازه ورکړي نو پاکستان ته ستنېدو او عدالت ته حاضرېدو ته تیار دی.

بیان وايي، مشرف ((په یوې جدي ناروغۍ اخته دی چې علاج یې په پاکستان کې نه شي)) نو ځکه اړ دی چې مسلسل لندن ته ولاړ شي.

د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پر ضد له هېواد سره د غدارۍ تر څنګ یو شمېر قضیې په عدالتونو کې دي.

په پاکستان کې د قانوني او دفاعي چارو پوهان وايي، پروېز مشرف ځکه هېواد ته نه ستنېږي چې له هېواد سره د غدارۍ تر څنګ له یو شمېر قضیو سره مخامخ دی او هغه پوهېږي چې د عدالتي کارروايۍ پر مهال ښايي ونیول شي.

د سپریم کورټ پخواني قاضي ناصر اسلم زاهد د سېپټېمبر پر ۲۶مې مشال راډیو ته وویل، که مشرف عدالت ته حاضر شي نو ستونزه به هواره شي او ښايي عدالت ورته د بهر تګ اجازه هم ورکړي.

''زما په فکر د دنیا د هېڅ مهذب هېواد په قانون کې به داسې ماده یا شق نه وي چې پکې [تورنو شویو ته د نه ګرفتارۍ] باور ورکوي. [پروېز مشرف] دې راشي او ودې وايي چې زه بهر ځم نو عدالت به هېڅ کله منع نه کړي. زما په نظر که هغه راشي او بیا ولاړ شي او دوه درې ځلې عدالت ته حاضر شي او له هېواده بهر ولاړ شي نو بیا خو به هېڅ ستونزه پاتې نشي او عدالت به هم مطمین شي. زما په اند، هغه ښايي هېواد ته راستون نشي. هغه فکر کوي چې که راغی نو ګرفتار به شي، پر ضد به یې مقدمې روانې شي او بیا به تللی نشي.''

خو په پاکستان کې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او نور سیاستوالانو نیول شوي، ورباندې مقدمې چلېدلي او زنداني شوي هم دي، نو د هغوی او د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف قضیې څه توپیر لري او له ملکي او پوځي مشر سره جلا چلند څه معنا لري؟

د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر او په اسلام اباد کې د یوه څېړنیز مرکز غړی سید نذیر وايي، پوځ د هېواد تر ټولو پیاوړې او منظمه اداره ده او همدا لامل دی په هغې ادارې کې د مشرف میراث د نوموړي هېواد ته د ستنېدو ملاتړی نه دی.

دی وايي، پوځ د یوې ادارې په توګه د مشرف په اړه د عدالتي کارروایۍ ضد نه دی.

نو که داسې وي، بیا ولې مشرف هېواد ته نه ستنېږي؟

پخوانی برېګېډییر سید نذیر وايي، اوس داسې ښکاري چې پوځ د مشرف پوره ملاتړ نه کوي. دی وايي، د دې لامل دا دی چې په پوځ کې د مشرف پخواني همکاران او ملګري رېټایر (تقاعد) شوي دي او د پوځ مشرتابه چارې دویم دور ته داخلې شوې دي.

د نذیر په اند، دویم لامل دا دی چې پروېز مشرف خپله په رسنیو کې داسې بیانونه ورکړل چې ورسره یې په پوځ کې د ملاتړ کچ ټیټ شو.

د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې ویلي دي چې د هېواد له هر وګړي سره د قانوني چلند ملاتړ کوي او د مشرف پر ضد د مقدمو د مخنیوي تور یې رد کړی.

د پاکستان سپریم کورټ پخوانی قاضي ناصر اسلم زاهد وايي، که مشرف عدالت ته نه حاضرېږي نو بیا عدالت د یوه داسې امر یا وارنټ خپرولو واک لري چې پکې د مهال ذکر نه وي او پکې دا راغلي وي چې تورن کس هر وخت هېواد ته ستون شو، باید ونیول شي.

د زاهد په خبره، دا ډول وارنټ ډېر جدي حیثیت لري.

XS
SM
MD
LG