په پېښور هايي کورټ کې يو وکيل د رياست خلاف پيټیشن دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې په خېبر پښتونخوا کې شاملو شوو قبايلي سيمو کې دې د ډپټي کمشنر چې پخوا پوليټيکل ايجنټ وو، واکونه محدود کړل شي. د هغه په وېنا د عهدې نوم بدل شو خو زور يې کم شوی نه دی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف وويل چې حکومت لا هم د جولای په پنځه ويشتمه شوو پارليماني ټاکنو کې په مبيينه ډول شوو درغليوو په اړه د څېړنو وعده نه ده پوره کړي.
په کار ځایونو کې د ښځو ځورولو پرضد کارکونکې وفاقي محتسب سېکرېټریټ وایي چې د سږني کال له فېبرورۍراهیسې په پاکستان کې د ښځو ځورولو درې سوه او اته اویا پېښې رپورټ شوې دي.
د پاکستان بهرنېو چارو وزير شاه محمود قریشي ویلي دي له اسلام اباد سره په اړیکو کې تل واشنګټن کړې ده خو اوس خو اوس به یې هېواد د خپلې ګټې هڅه کوي.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه، د پاکستان او افغانستان په سیالۍ کې پاکستانۍ ډلې د لوبې په اخري اوور کې بریا ترلاسه کړه.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د امن مذاکراتو بحالو لپاره د بلني په ځواب کې د هند منفي او متکبره رويه د خپګان وړ ده.
د کرکټ د اسیا کپ په لړ کې پاکستان تر ډېره دلچسپه لوبه وروسته افغانستان ته په درو وکټونو ماته ورکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند له خوا د مذاکراتو نه کولو پر اعلان حیرانتیا او خپګان څرګند کړی دی.
د پاکستان سپریم کورټ راتلونکې اوونۍ د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه د نااهلۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان د قضیې اورېدنه کوي.
خبريال عمر چيمه زياته کړه چې د پاکستان موجوده حکومت له نورو هېوادونو څخه د امداد پرځای سرمايه کاري غواړي.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن محمد صفدر د سېپټېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد های کورټ تر امر وروسته له اډیالې زندانه خوشې کړل شول.
نور وښیئ