د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: پاکستان له امريکا سره پر سیالۍ ولاړې اړيکې غواړي


د پاکستان بهرنېو چارو وزير شاه محمود قریشي ویلي دي له اسلام اباد سره په اړیکو کې تل واشنګټن کړې ده خو اوس خو اوس به یې هېواد د خپلې ګټې هڅه کوي.

په واشنګټن کې د پاکستان په سفارتخانه کې خبري غوندې ته شاه محمود قرېشي وويل د امريکا ترڅنګ له چين سره هم خپلې رابطې ساتل غواړي ځکه چې له دواړو ملکونو سره یې اړيکې مهمې دي او دا تعلقات به نور د برابرۍ په کچه ساتي.

د نوموړي وينا وه پاکستان تل د امريکا ملاتړ کړی دی او د تېرو وختونو د ملګرتيا په رڼا کې په دوه اړخيزه اړيکو کې د پرمختګ خواهش لري چې د دواړو ملکونو په ګټه وي.

د ذکر ده چې ماېک پومپيو د سپټمبر په ړومبۍ اونۍ کې په یو ورځني سفر پاکستان ته تللی وو او هلته یې له شاه محمود قریشي او وزيراعظم عمران خان سره یې هم ليدلي ول.

د بهرنېو چارو کارپوه اعجاز خټک وايي پاکستان کوښښ کوي چې له امريکا سره خپلې اړيکې ښې کړي خو تر دې دمه د دې کوښښونو څه ګټورې نتېجې نه دي راوتلي.

د یادونې ده چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د د سپټمبر په ۲۹ مه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره دا مهال په امريکا کې دی. نوموړی به د اکتوبر پر دوهمه نېټه د امريکا بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو سره هم ويني.

XS
SM
MD
LG