د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د غونډې ارزښت


په ۲۰۱۷ز کال کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې یو انځور
په ۲۰۱۷ز کال کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې یو انځور

پراګ ـ د ملګرو ملتونو سږنۍ غونډه کې د پاکستان استازېتوب د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کوي. کارپوهان وايي، تمه ده چې نوموړی به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هم خبرې وکړی.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.

په غونډه کې به د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو مشران او لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي.

د سږکال د غونډې لومړنۍ ناستې د سېپټمبر پر ۱۸ مه پيل شوې خو د سېشنبې پر ورځ به د هېوادونو مشران او لوړ پوړي چارواکي ويناګانې پيلوي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به سږ کال د دوهم ځل لپاره هم د راتلونکې سېشنبې په ورځ غونډې ته خپله وينا کوي.

د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون لرونکو هېوادونو مشران او استازي تقريرونه کوي چې پکې د خپل هېواد ترجيحات يا اندېښنې په ډاګه کوي.

جهانګير اشرف قاضي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانی استازی پاتې شوی. نوموړي مشال راډیو ته وويل چې د نړۍ مهمې فيصلې په عمومي اسمبلۍ کې نه بلکې په امنيت شورا کې کېږي.

هغه زياته کړه چې د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د نړيوالې جرګې نوم ورکول کېدای شي چې پکې غړي هېوادونه خبرې کوي خو فيصلې نه.

نوموړي زياته کړه، له دې سربيره هم د عمومي اسمبلۍ د غونډې اهميت شته چې پکې د نړۍ مشران د خپلو هېوادونو تګلارې په ډاګه کوي او د دې ترڅنګ د غونډې په څنډه کې د خپلو لانجو هوارولو لپاره ملاقاتونه کوي.

د پاکستان استازيتوب به دا ځل د دې هېواد بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي کوي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د غونډې په څنډه کې به د پاکستان او هند بهرنيو چارو وزيران ملاقات کوي.

خو د سېپټمبر پر ۲۱ مه هند وويل چې سشما سوراج به له خپل پاکستاني سيال سره نه ويني.

جهانګير اشرف قاضي وايی چې د هند او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ کېدونکې غونډه ځنډول شوې خو البته د ده په وينا شاه محمود قريشي به ښيي د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د خپل هېواد د بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې وکړي.

نوموړی زياتوي چې کېدای شي شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان پخوانی ډېپلوماټ رستم شاه مومند بيا وايي چې ښايي شاه محمود قريشي د پاکستان د اوسني خراب اقتصادي حالت په اړه د نړۍ د مختلفو هېوادونو له چارواکيو سره ملاقاتونه وکړي او هغوی و هڅوي چې د مالیې نړيوال صندوق څخه د پور په اخیستو کې ورسره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د هېوادونو د مشرانو ويناګاني به د اکتوبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي او هر استازي ته د وينا لپاره پنځلس منټه وخت ځانګړی شوی، البته کولی شي خپله وينا تر دې هم اوږده کړي.

د عمومې اسمبلۍ په تاريخ کې تر ټولو اوږده وينا د کيوبا مشر فيدرل کاسترو کړې ده چې تر څلور و ساعتونو يې زيات دوام کړی وو.

XS
SM
MD
LG