د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته د څلورو هغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکيو د پاکستان سفرونه کړي چې ددې هېواد په بهرنۍ تګلاره کې ډېر مهم ځای لري.
د پاکستان نوي ولسمشر ډاکټر عارف علوي د سېپټمبر پر نهمه د خپلې عهدې سوګند پورته کړ او په دې توګه په رسمي ډول یې د پاکستان د تاریخ د ۱۳م ولسمشر په حېث خپل کار پیل کړ.
د حافظ اباد ضلعې پولیس وايي دا پېښه په نیسووال نومې کلي کې د سېپټمبر په ۷مه ناوخته رامنځ ته شوې ده، چې پکې قاتل خپله لور ثنا، د هغې خاوند فردوس او د دوه او درې کلونو د عمر د هغوی دوه ځامن وژلي دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت په هېواد کې د ډېم جوړولو لپاره پر خلکو د چندو ورکولو غږ کړی دی او د دې لپاره يې وزيراعظم فنډ جوړولو اعلان کړی دی.
د تحریک انصاف په واکمنۍ وفاقي حکومت اقتصاد ته د ودې ورکولو لپاره مشاورتي شورا یا اکنامک ایډوایزري کمېټي جوړه کړې چې پکې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشت پاکستاني اقتصاد پوهان شامل کړل شوي دي.
وانګ يي زياته کړه چې چين او پاکستان په سيمه ييزه او نړيوالو چارو کې همکارۍ زياتولو سلا شوي دي. د دوه په وينا دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د پروسې ملاتړ کوي.
پاکستان دا وخت د کرهنې، صنعت، معدن او د شيدو د مصنوعاتو له کمښت سره مخامخ دی او که حکومت دغو څلورو څانګو ته پاملرنه وکړي نو اقتصاد وده کولای شي.
هند له اوږدې راهيسې له پاکستانه غوښتنه کوي چې پر خپل خاوره د هغو ترهګرو پر ضد اقدام وکړي چې په هند کې په ترهګرو پېښو کې لاس لري خو پاکستان په ځواب ويلي چې د هغوی خلاف د ترهګرۍ څه ډول ثبوتونه نه لري.
زه د دې [جګړې] خلاف وم. ما نه غوښتل چې پاکستان دې د نورو په جنګ کې ځان ښکېل کړي. زه له ټولو سره ژمنه کوم چې کله به هم پاکستان د نورو په جګړه نه ورګډېږي.
وفاقي کابینې د ماشومانو سره د زیاتي او له دوی جبري مشقت اخستلو د بندیز لګولو هم منظوري ورکړه او فېصله وکړې شوه چې د کوڅو د ماشومانو او زنانو لپاره مرکزونه هم جوړوي.
قانون پوهه شهاب الدين خټک وايي که څه هم تر اتلسم اييني ترميم وروسته د صدر اختيارات راکم کړل شوي خو اوس هم ډېر واک لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د امریکا د پوځ جواینټ چیف اف سټاف جوزف ډانفورډ په چارشنبه اسلام اباد ته په خپل یو ورځني سفر کې له وزیراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.
نور وښیئ