د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ م م کې: ایران ناکراري، مرګ او ورانی کري


د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته وينا.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سېشنبه د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې پر ايرانیو مشرانو تور ولګاوه چې په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ، مرګونو او ورانۍ زمه واره دي:

''د ايران مشران ګډوډي، مرګونه او ویجاړی کري. دوی د خپلو ګاونډيانو يا د هغو د پولو يا د خپلواکه قامونو د حقونو احترام نه کوي. د ايران مشران د ولس وسايل لوټي چې په خپله مالداره شي او په منځني ختيځ او له دې د باندې بدامني خوره کړي.''

امريکايي ولسمشر ايران ته په اشاره وويل چې د ترهګرۍ غټ ملاتړي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ د تر ټولو خطرناکه وسلې ولري.

نوموړي وويل، کوم رژيم چې ((مرګ پر امريکا)) شعارونه ورکوي نو هغوی به دې ته نه پرېږدي داسې وړتیا ولري چې د ځمکې پر مخ هر چېرته يو ښار په اټومي وسلو سره په نښه کولی شي.

ډونلډ ټرمپ وويل: ''موږ په ټولو قامونو غږ کوو چې تر څو د ايران جارحيت روان وي نو تر هغو دا هېواد يوازې کړئ.''

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې امريکايي ولسمشر ټرمپ دا هم وويل چې په منځني ختیځ کې د د ده په خبره د"وینې تږې" داعش ډلې ته ماتی ورکړل شوې. نوموړي د سعودي عرب، هند، قطر، متحده عربي اماراتو، اردن او د مصر ستاینه وکړه چې په سیمه کې د امن او ثبات لپاره کوښښونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې که څه هم د پاکستان نوم ياد نه کړ خو ويي ويل، هغه چا ته به مرستې ورکوي چې احترام یې کوي:

''موږ به يوازې هغه چاته مرستې ورکوو چې څوک زموږ احترام کوي او سمه خبره دا ده چې زموږ ملګري وي.''

د يادونې ده چې امريکا پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې هر کال ورکوونکیو پېسو کې درې سوه ميليونه ډالره نورې منسوخې کړې دي. دليل يې دا وړاندې کړی چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه نه دي اخيستي.

خو پاکستان وايي چې د دټولو وسله والو ډلو پرضد يې بې توپيره عمليات کړي.

XS
SM
MD
LG