د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد عمر: د ترهګرۍ ضد ادارې نیمګړتیاوې ختموو


د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د سېپټمبر په ۲۵مه د ترهګرۍ مخنيوي قامي اداره نېکټا د ګورنرانو ترلومړۍغونډې وروسته د پاکستان خزانې وفاقي وزير اسد عمر په چارشنبه له رسنيو سره په خبرو کې تور ولګولو چې د تېر حکومت د نه پاملرنې له وجې دا اداره غېرفعاله شوې او اوس ځانګړې کمېټۍ جوړه کړل شوې چې په دې اداره کې موجودې نيمګړتياوې ختمې کړل شي.

د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډیېر محمود شاه وايي چې د نېکټا پرځای بايد يو قامي امنيتي کونسل جوړل کړل شي ځکه چې د نېکټا بنياد کمزوری دی او د دې مشر يو پوليس افسر وي چې ډېره تجربه نه لري: ((بايد يو قامي امنیتي کونسل جوړ کړل شي چې د ټولو ځواکونو مشران پکې غړي وي او مشر يې وزيراعظم وي.) نیکټا په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنیوي په غرض جوړه شوې هغه اداره ده چې پکې بايد د پوځ، پولیسو اواستخباراتي شبکو ترمینځ د معلوماتو تبادله وشي او د هغو پر اساس بيا د ترهګرۍ د مخنيوي تګلاره جوړه کړل شي، دا اداره د ترهګرۍ د مخنيوي قامي تګلارې يا نېشنل اېکشن پلان هم څارنه کوي.

د عبدالولي خان پوهنتون استاد عبدالشکور چې د شخړو په مطالعاتو کې يې پي ايچ ډي کړې وايي که قامي امنیتي کونسل جوړ هم کړل شي خو چې رياستي ادارو خپلې امنيتي پاليسۍ نه وې بدلې کړي تر هغو د ترهګرۍ مخنيوی نه شي کېدلای:

(بايد چې د پاکستان رياستي ادارې خپلې د بهرنيو او کورنيو چارو تګلارې واړوي او د ولس ژوند او خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي.)

مشال راډيو په دې اړه له پاکستانيو چارواکو سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو بريالۍ نه شوه البته د پاکستان اسټېټ بېنک یو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې د ترهګرۍ مخنیوي ادارې نېکټا لخوا د ورکړل شوي فهرست وروستو يې په ملک کې د ترهګرۍ په هلو ځلو تورن قريبا څلور زره اکاونټونه کنګل کړي دي.

بلخوا د پاکستان پخواني حکومت هم وار په وار ادعا کړې وه چې، د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې او نېکټا له مخې د ټولو وسله والو ډلو پرضد بې توپيره عمليات روان دي چې په نتیجه کې یې تشدد او سختدریځۍ کمه شوې او دپخوا په څېر ترهګريزه بريدونه اوس نه کېږي. پوځي عدالتونه هم د پاکستان د قامي ايکشن پلان برخه ده او د رياستي ادارو د ادعاو له مخې د دې عدالتونو له لارې لسګونه ترهګرو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي. خو د بشري حقونو ځينې ادارې وايي په پوځي عدالتونو کې له انساني حقونو سرغړونه کيږي.

پروسږ کال د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې د ترهګرۍ خلاف جوړې قومي تګلارې له مخې دوه سوه او څلور پنځوس مشکوکه او غېررجسټرډ مدرسې بندې کړل شوې دي. د قبایلي سیمو اصلاحات هم د ترهګرۍ پرضد د شل نکاتي قامي ایکشن پلان برخه وه چې له مخې يې قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا ورګډې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG