د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي د هغه تلویزوني اعلان په خپرولو یې بندېز لګولی چې پکې د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین انځور هم ښودل شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رییس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته وکړل.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير پرون ناوخته له کابله اسلام اباد ته ستنېدو پر مهال خبريالانو ته وويل چې افغان چارواکو سره يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره شوې خبرې ګټورې وي.
د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار وايي کوم خلک چې د ډېمونو جوړولو مخه نیسي د هغوي پر ضد به د پاکستاني آیین له ارټیکل ۶ سره سم د غدارۍ مقدمه چلوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د سپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته کړي دي.
د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹مې کالیزې په ویاړ د سپټمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې غونډه وشوه چې د افغان او پاکستانیو چارواکو ، ځینو نړیوالو سفارتکارانو تر څنګ سیاستوالو او ګڼ شمېر عامو خلکو هم ګډون کړی وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي له افغان مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره په یو ورځني سفر کابل ته تللی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان د قرضو په جال کې داسې نښتی دی چې هره ورځ له بهره پر اخستل شویو پورونو شپږ اربه روپۍ سود ورکوي.
د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وايي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د خالي پر ورځ په یو ورځنی سفر کابل ته ځي او له افغان چارواکو سره به دوه اړخيزه اړېکو په ګډون په مختلفو چارو خبرې وکړي.
پاکستان مسلم لیګ ن وایي چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف د مېرمنې کلثوم نواز جنازه به د جمعې په ورځ پنځه بجې د لاهور په جاتي عمرا کې کېږي.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د خپلې مېرمنې د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په ضمانت خوشې شوی دی.
د پاکستان د سیند صوبې های کورټ امر کړی دی چې په کراچۍ کې د هغو پېښو په اړه درج شوې مقدمې له سره پیل شي په کومو کې چې د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي وو. یاد عدالت ویلي چې په دې اړه به ځانګړې جرګګۍ جوړوي.
نور وښیئ