د پاکستان سپریم کورټ راتلونکې اوونۍ د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه د نااهلۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان د قضیې اورېدنه کوي.
خبريال عمر چيمه زياته کړه چې د پاکستان موجوده حکومت له نورو هېوادونو څخه د امداد پرځای سرمايه کاري غواړي.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن محمد صفدر د سېپټېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد های کورټ تر امر وروسته له اډیالې زندانه خوشې کړل شول.
اسلام اباد هايي کورټ د ستمبر په ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي، حيات پرېغل وکيل بابر اعوان څخه غوښتي چې د حکومتي وکيل له خوا د هغو فورينزيک موادو ارزونه او کتنه وکړي چې د پريغل خلاف یې برابر کړي دي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په داسې حال کې قامي اسمبلۍ ته خپله لومړۍ وېنا وکړه چې د اپوزيشن مسلم لېګ (ن) غړي د احتجاج په ډول ووتل.
د پاکستان سپريم کورټ د احتساب قامي ادارې نېب هغه درخواست رد کړی چې اسلام اباد های کورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف، د هغه د لور او زوم پرضد د ايون فیلډ مقدمې ځنډولو په اړه د هغوی اپیل نه شي اورېدلای.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي، حکومت یې پلان لري هغه افغانان چې په پاکستان کې زیږېدلي دي هغوی ته به د دې هیواد پاسپورټ ورکوي چې دا رنګ دوی دلته په ښه شان ژوند تېر کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي د هغه تلویزوني اعلان په خپرولو یې بندېز لګولی چې پکې د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین انځور هم ښودل شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رییس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته وکړل.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير پرون ناوخته له کابله اسلام اباد ته ستنېدو پر مهال خبريالانو ته وويل چې افغان چارواکو سره يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره شوې خبرې ګټورې وي.
د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار وايي کوم خلک چې د ډېمونو جوړولو مخه نیسي د هغوي پر ضد به د پاکستاني آیین له ارټیکل ۶ سره سم د غدارۍ مقدمه چلوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د سپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته کړي دي.
نور وښیئ