امريکايي ولسمشر ايران ته په اشاره وويل چې د ترهګرۍ غټ ملاتړي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ د تر ټولو خطرناکه وسلې ولري.
په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې پاکستاني شناختي کارډونه يې جوړ کړي ول وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې شناختي کارډونه حکومت ته وسپارل خو تروسه ورته د پاکستان حکومت په یاد ملک کې د اوسېدو لپاره کارډونه نه دي ورکړي چې له وجې له ستونزو سرهمخامخ دي.
په پېښور هايي کورټ کې يو وکيل د رياست خلاف پيټیشن دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې په خېبر پښتونخوا کې شاملو شوو قبايلي سيمو کې دې د ډپټي کمشنر چې پخوا پوليټيکل ايجنټ وو، واکونه محدود کړل شي. د هغه په وېنا د عهدې نوم بدل شو خو زور يې کم شوی نه دی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف وويل چې حکومت لا هم د جولای په پنځه ويشتمه شوو پارليماني ټاکنو کې په مبيينه ډول شوو درغليوو په اړه د څېړنو وعده نه ده پوره کړي.
په کار ځایونو کې د ښځو ځورولو پرضد کارکونکې وفاقي محتسب سېکرېټریټ وایي چې د سږني کال له فېبرورۍراهیسې په پاکستان کې د ښځو ځورولو درې سوه او اته اویا پېښې رپورټ شوې دي.
د پاکستان بهرنېو چارو وزير شاه محمود قریشي ویلي دي له اسلام اباد سره په اړیکو کې تل واشنګټن کړې ده خو اوس خو اوس به یې هېواد د خپلې ګټې هڅه کوي.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه، د پاکستان او افغانستان په سیالۍ کې پاکستانۍ ډلې د لوبې په اخري اوور کې بریا ترلاسه کړه.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د امن مذاکراتو بحالو لپاره د بلني په ځواب کې د هند منفي او متکبره رويه د خپګان وړ ده.
د کرکټ د اسیا کپ په لړ کې پاکستان تر ډېره دلچسپه لوبه وروسته افغانستان ته په درو وکټونو ماته ورکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند له خوا د مذاکراتو نه کولو پر اعلان حیرانتیا او خپګان څرګند کړی دی.
د پاکستان سپریم کورټ راتلونکې اوونۍ د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه د نااهلۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان د قضیې اورېدنه کوي.
نور وښیئ