د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: په درغليوو راغلی حکومت وعدې نه شي پوره کولی


د مسلم لېګ (ن) ګوند مشر، شهباز شريف
د مسلم لېګ (ن) ګوند مشر، شهباز شريف

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف وويل چې حکومت لا هم د جولای په پنځه ويشتمه شوو پارليماني ټاکنو کې په مبيينه ډول شوو درغليوو په اړه د څېړنو وعده نه ده پوره کړي.

د مسلم لېګ (ن) مشر زياته کړه چې د تحريک انصاف حکومت دې د خپلو روانو ناکاميو پړه د دوی په تېر حکومت اچولو پر ځای د ملک چلولو وړتيا يا استعداد پېدا کړي. ((په دې کې هيڅ بله رايه نشته او ټولو خلکو ته معلومه ده چې دا حکومت د عوامو د رايو نه بلکې د درغليوو پېداوار دی.))

د شهباز شريف پر دې خبرو په قامي اسمبلۍ کې ګډوډې جوړه شوه او حکومتي غړو د هغه په خبرو کې مداخله وکړه. خو هغه خپلو نيوکو ته دوام ورکړ.

زه پوښتنه کوم چې آيا د چين د دوستۍ امتحان اخيستل ضروري وو؟
شهباز شريف

شهباز شريف د وزيراعظم عمران خان حکومت په بهرنۍ پاليسۍتنقيد وکړ او هغه یې د چين سره د پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په کارونو کې د شکونو په پېدا کولو تورن کړ.

تېره مياشت ځينو ورځپاڼو د عمران خان د نيزدي سرچينو له خولې داسې رپورټونه خپاره شول چې هغه غواړي پاکستان ته د نورې ګټې رسولو لپاره د چين سره اقتصادي راهدارۍ پروژې تړون کې بدلون وشي. د چين چارواکو دا رپورټونه بې بنياده بللي دي. خو شهباز شريف په پارليمان کې وويل د چين خفه کول د پاکستان په ګټه نه دي. ((د سي پيک په اړه چې د حکومت مشاورينو کومې خبرې کړې او ابهام يې پېدا کړی دی، دا زما په خېال د پاکستان سره د بدترينې دښمنۍ مترادف کار دی.))

تر دې مخکې د خزانې وزير اسد عمر تاييد کړې وه چې پاکستان سختو اقتصادي ستونزو سره او پر بهرنيوو پورونو سود زياتېدو سره مخ دی چې د پرې کولو لپاره يې نهه اربه ډالرو نور قرض اخيستو ته اړ دي.

موږ دا کچکول ماتول غواړو. دا موږ چې له نورو هېوادونو پورونه غواړو دا د اقتصاد ښه کولو لپاره اخلو.
اسد عمر

عمر د ستمبر په څلورويشتمه په قامي اسمبلۍ کې يو ځل بيا حکومت ته ورپېښ چېلنجونه ياد کړل خو هغه د شهباز شريف د نيوکو په ځواب کې وويل چې دا ستونزې ورته له تېر حکومته پاتې دي. ((دا کومې خبرې چې اوس اپوزيشن مشر کوي، کاش پر دې خبرو د دوی په حکومت کې لږ غور شوی وای. تېر حکومت دومره ډېر بهرني قرضونه اخيستې چې د پاکستان په تاريخ کې کوم حکومت نه وو اخيستي. له دې حالته به هله وځو چې برامد کوونکي سوداګر په خپلو پښو ودرېږي.))

د عمران خان په مشرۍ حکومت د اګست په اتلسمه له هغو ټاکنو وروسته کار پېل کړ چې اپوزيشن ګوندونه يې له درغليوو ډکې خو انتخاباتو کمېشن شفافې بللې دي.

XS
SM
MD
LG