د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پوليټيکل ايجنټ تش نوم بدل شو واک نه"


قبايلي سيمې چې اوس ورته قبايلي ضلعې ويل کېږي
قبايلي سيمې چې اوس ورته قبايلي ضلعې ويل کېږي

په پېښور هايي کورټ کې يو وکيل د رياست خلاف پيټیشن دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې په خېبر پښتونخوا کې شاملو شوو قبايلي سيمو کې دې د ډپټي کمشنر چې پخوا پوليټيکل ايجنټ وو، واکونه محدود کړل شي. د هغه په وېنا د عهدې نوم بدل شو خو زور يې کم شوی نه دی.

علي عظيم افريدي په خپل جمع کړې پيټيشن کې ويلي چې حکومت د ايف، سي، آر قانون ختمولو لپاره يو عبوري قانون وړاندې کړی چې لا هم پکې خلک د پخوا په شان اجتماعي ذمه وارۍ لاندې نيول کېږي او بشري حقونه تروړي.

د ستمبر په څلور ويشتمه په دې اړه په پېښور هايي کورټ کې د دې کېس اورېدنه وه. علي عظيم افريدي په دغه ورځ مشال راډيو ته وويل چې جج بله اورېدنه د حکومتي وکيل په غوښتنه د اکتوبر يوولسمې ته واړوله. ((زه دا وايم چې عدالتونه دي وي او ججان (قاضيان) دې پرېکړې وکړي. ډپټي کمشنر اوس هم پوليټيکل ايجنټ دی. ټول واکونه ورسره دي. په يوه مسله کې مدعی هم دی وي، جج هم دی وي او سزا ورکوونکی هم دی وي. دا له انساني حقونو او د پاکستان له آيين څخه سرغړونه ده.))

د ایکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د يو رپورټ تر مخه د پاکستان قانون وزارت د حکومت په استازيتوب د علي عظيم افريدي د پيټيشن په ځواب کې د ستمبر په څلورويشتمه عدالت ته ويلي چې عبوري قوانين به تر هغې پورې په په قبايلي ضلعو کې چلېږي تر څو چې يې خېبر پښتونخوا سره ورګډېدل نه وي بشپړ شوي. وزارت دا نه دې ويلي چې دا به کله بشپړېږي.

چې کله قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوې نو هلته بايد همغه قوانين عملي شوې وای چې په دې صوبه کې دي.
علی عظيم افريدی

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۷ کال په مارچ مياشت کې اعلان وکړ چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوې. دا هم وويل شول چې دغلته به ايف، سي، آر قانون ختم شي، په مرحله وار شکل به دغو سيمو کې ټاکنې وشي او د عدالتونو واک به ورته وغځول شي.

خو علي عظيم افريدي مشال راډيو ته وويل چې د حکومت له کرار کاره مطميين نه دی. ((دوی وايي دا کار به په مرحله وار شکل کېږي. نور موږ څومره مرحلو ته صبر وکړو. له کله چې پاکستان جوړ شوی، قبايل صبر کوي. نور صبر ځکه نه شو کولی چې دا د خلکو د بنيادي حقونو او ژوند مسله ده.))

په همدې حال کې د قبايلي سيمو ځوانانو تحريک اعلان کړی چې د اکتوبر په شپږمه به له دې کبله په پېښور کې د ګورنر هاوس مخې ته مظاهره کوي چې په وېنا يې حکومت په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو شاملولو لپاره سنجيده نه دی.

د يادونې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د دې بهير بشپړولو لپاره يوه کمېټې جوړه کړې ده. د دې کمېټې يو غړي او مذهبي چارو فاقي وزير پير نورالحق قادری د ستمبر په دوه ويشتمه مشال راډيو سره خبرو کې پر حکومت د قبايلي سيمو اصلاحاتو د ځنډ تورونه رد کړل. هغه وويل چې حکومت په دې کار کې سنجېده دی او دا کارونه به په کرار کرار بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG