د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د عمران خان د نااهلۍ اورېدنه کوي


د پاکستان سپریم کورټ راتلونکې اوونۍ د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه د نااهلۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان د قضیې اورېدنه کوي.

د سپریم کورټ د مقدمو په پروني لېسټ کې راغلي چې د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ به د عمران خان د نااهلۍ په اړه د وکیل دانیال چودري د غوښتنلیک اورېدنه کوي.

نوموړي دا غوښتنلیک تېر کال په مې میاشت کې تر هغې وروسته داخل کړی وو چې سپریم کورټ پر پخواني وزیراعظم نواز شریف د درغلۍ د تورونو تحقیقاتو لپاره ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه.

چودري په خپل غوښتنلیک کې دعوه کړې وه چې عمران خان د خپلو ویناګانو له لارې د هېواد جمهوري بهیر تاواني کوي. په هغه درخواست کې پر عمران خان تور پورې شوی چې د انتخاباتو لپاره یې د نوماندۍ په کاغذونو کې په امریکا کې د زېږېدلې لور ذکر نه دی کړی نو ځکه صادق او امین نه دی پاتې. عمران خان په بیا بیا دا تور رد کړی.

سپریم کورټ له هغه وخت راهیسې د چودري درخواست ځنډولی وو او اوس وايي چې د دوشنبې پر ورځ به یې اورېدنه کوي.

XS
SM
MD
LG