د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي: هند ته مو د خبرو وړاندیز د سیمه ییز امنیت لپاره کړی وو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند له خوا د مذاکراتو نه کولو پر اعلان حیرانتیا او خپګان څرګند کړی دی.

شاه محمود قریشي له پاکستانيو ټي وي چېنلو سره د خبرو پر وخت ویلي چې پاکستان د خبرو اترو د بیا پیل وړاندیز د سیمې د امنیت په خاطر کړی وو خو د ده په وینا ، داسې ښکاري چې هند مذاکرات نه غواړي.

د پاکستان د حکومت ویاند فواد چوهدري د سپټمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل ، “ هلته داسې خلک دي چې د پاکستان سره خبرې کول غواړي او هغوي ژمنه هم کړې وه، خو داسې ښکاري چې هند د ځنو سخت دریزو د فشار له کبله خپله بیانیه بدله کړې او له خپلې ژمنې پر شا شوی دی.”

د ده په وینا ، له دې د هندي حکومت کمزوري څرګندیږي او پاکستان چې کومې هڅې کړي دي هغه نړۍ ته ښکاره دي.

دا له هغه وروسته ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د د لیدو کتو وړاندیز رد کړ.

د یاد وزارت ویاند راویش کمار د سپټمبر پر ۲۱مه په یو ویډیويي بیان کې وویل ، “ځينو پاکستان میشتو وسله والو په بریدونو کې هندي امنیتي سرتیري وژلي ، بل په نیزدې موده کې يي د ډاک داسې ټکټونه خپاره کړي چې یو ترهګر ته پکې درناوی شوی ، دا څرګندوي چې پاکستان خپله لاره نه ده بدله کړې”.

راویش کمار ویلي ، په داسې چاپیریال کې به له پاکستان سره هر رقم خبرې اترې بې معني وي نو ځکه به د ده په وینا ، د بدلیدونکي صورتحال په تناظر کې به په نیویارک کې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر مینځ هیڅ لیده کاته نه کیږي.

د پيښور پوهنتون د سیمه ییزه چارو د مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان وايي دواړه خوا ته داسې سخت دریزه عناصر دي چې خبرې اترې نه غواړي او هم له دغې لارې سیاستونه کوي. نوموړي زیاته کړه چې اوس وخت دې چې دواړه ګاونډي هیوادونه له یو بل سره پراخو مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

وزیراعظم عمران خان د سپتمبر پر ۱۴مه نیټه د هند وزیراعظم نریندرا مودي ته په یو لیک کې د خبرو اترو د بیا پیل تجویز ورکړی وو.

عمران خان ویلي ووچې باید د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د روانې میاشتې په پاي کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډۍ پر مهال سره وویني. هند لومړی دا وړاندیز منلی وو.

د یادونې وړ ده چې د هند او پاکستان تر مینځ اړیکې له تیرو څو کالونو راهیسې ډیرې خرابې شوې دي.

هند په پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د وسله والو د هلو ځلو د مخ نیوي لپاره پوره ګامونه نه اخلي خو پاکستان وايي چې هند په کشمیر کې له بشري حقونو سرغړونې کوي او په بلوچستان کې لاس وهنه کوي.

XS
SM
MD
LG