د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د هندي چارواکو رویې ناهیلی کړی


عمران خان
عمران خان

پراګ ـ د پاکستان وزيراعظم وايي، هند ته یې د امن خبرو اترو شروع کولو بلنه ورکړي وه خو د هغوی منفي ځواب مايوسه کړي دي.

عمران خان سېپټمبر پر ۲۲مه،پر ټويټر دغه څرګندونې کړي، هغه د چا نوم نه دی اخېستی خو لیکلي یې دي، په ژوند کې يې په لويو لويو عهدو واړه خلک کتلي چې د لرې ليد څخه محرومه دي.

دا له هغې وروسته ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت،د پاکستان هغه وړاندیز رد کړ چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران دې دوه اړخیزو معاملاتو د یو بل سره خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کمار د سپټمبر پر ۲۱مه په یو ویډیويي بیان کې وویل، ځينو پاکستان میشتو وسله والو په بریدونو کې هندي امنیتي سرتیري وژلي، بل په نږدې موده کې حکومت د ډاک داسې ټکټونه خپاره کړي چې یو ترهګر ته پکې درناوی شوی، دا څرګندوي چې پاکستان خپله لاره نه ده بدله کړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي هم د هند پر دغه دریځ خپګان ښکاره کړی نوموړي د خالي پر ورځ دوحه هوايي ډګر کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل:

((ډېر د تاسف ځای دی چې هند زموږ مثبت پیغام رد کړ، موږ په پوره خلوص دا وړاندیز کړی وو او په دې پوهېږو چې د مسئلو په هوارولو کې د ټولې سیمې ګټه ده، خو هند پلمې جوړې کړې))

د پيښور پوهنتون د سیمه ییزه چارو د مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، دواړو خواوو له داسې سخت دریځه عناصر شته چې خبرې اترې نه غواړي او هم له دغې لارې سیاستونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، اوس وخت رارسېدلی چې دواړه ګاونډي هیوادونه له یو بل سره پراخو مذاکراتو له لاره هواره کړي.

بل پلو د پاکستان پخواني سفارتکار ایاز وزیر په دې اړه مشال راډیو ته ویلي، په هند کې راتلونکي کال کې انتخابات کېږي او واکمن بهارتیه جنتا پارټي فکر کوي چې د پاکستان خلاف سخته رویه به یې په دغو انتخاباتو کې بریالي کړي:

((د عمران خان په وزیراعظم جوړېدلو چې د هند د وزیراعظم لخوا د مبارکۍ کوم لیک راغلی وو، د هغې د مثبت ځواب وروسته هم هند متنازعه بیانونه ورکړل او دا اوس یې اول وویل چې په نیویارک کې به یې د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ګوري نو یوه ورځ پس له هغې هم انکاري شو. زما په خیال واکمنه بهارتیه جنتا پارټي په هند کې د راتلونکي کال عامو انتخاتو ته په کتو سره داسې کوي چې خپلو خلکو ته داسې تاثر ورکړي چې د پاکستان خلاف به نرمي نه ښايي.))

بلخوا په پېښور پوهنتونون کې د نړیوالو اړیکو استاد ډاکټر اعجاز خټک وايي، د سېمه ییزو چارو او معاملاتو په اړه د پاکستان تحریک انصاف رویه د هېواد له نورو سیاسي ګوندونو هم سخته ده، او دا راز د هند په رویه کې هم بدلون نه ښکاري نو په دې حالاتو کې که ملاقاتونه کېږي نو به هم ګټور نه وي: نوموړي زیاته کړه:

((زما په نظر د هند او پاکستان په تعلقاتو کې د کوم پرمختګ توقع کول مناسب نه دي، ځکه چې د دواړو خواوو په دریځونو کې هېڅ بدلون نه ښکاري. یواځې د عمران خان په وزیراعظم جوړیدلو د لوی بدلون تمه لرل زما په خیال سمه خبره نه ده. د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم د خپلو خلکو د خوشالولو هڅه کوي او عمران خان هم له هند سره په څه ډول معامله کولو کې مکمل اختیار نه لري.))

د هند او پاکستان تر مینځ اړیکې له تیرو څو کالونو راهیسې ډیرې خرابې شوې دي. نوی ډیلی پر اسلام اباد تور لګوي چې په کشمیر کې د وسله والو د هلو ځلو د مخ نیوي لپاره پوره ګامونه نه اخلي خو پاکستان وايي چې هند په کشمیر کې له بشري حقونو سرغړونې کوي او په بلوچستان کې لاس وهنه کوي.

XS
SM
MD
LG