د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تر دلچسپه لوبه وروسته افغانستان ته ماته ورکړه


پاکستانی لوبغاړی شعېب ملک
پاکستانی لوبغاړی شعېب ملک

د کرکټ د اسیا کپ په لړ کې پاکستان تر ډېره دلچسپه لوبه وروسته افغانستان ته په درو وکټونو ماته ورکړه.

د متحده عرب اماراتو په ابوظبهۍ کې تر سره شوې لوبه کې د افغانستان کپتان اصغر افغان پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بېټینګ کولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سره ۲۵۷ مندې وکړې چې د هشمت الله شاهیدي ۹۷ او کپتان اصغر افغان ۶۷ منډې شاملې وې.

د پاکستان له خوا محمد نواز درې ، شاهین شاه اپرېدي دوه او حسن علي یو وکټ واخیست.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې نسبتاً ښه پیل وکړ خو د لوبې په پای کې د افغان بالرانو د ښې لوبې له کبله پاکستانۍ لوبډله له مشکلاتو سره مخامخ شوه.

پاکستان ورته ټاکل شوی هدف په وروستۍ اور کې د ۷ لوبغاړو په سر پوره کړ چې د امام الحق ۸۰ ، د بابر اعظم ۶۶ او شعېب ملک ۵۱ منډې شاملې دي.

د افغانستان له خوا راشد خان درې ، مجیب الرحمان دوه او ګلبدین نایب یو وکټ واخیستی.

که څه هم لوبه پاکستان وګتله خو د کرکټ پوهانو او پر ټولنیزو رسنیو د عام ولس له خوا د افغان لوبډلې د لوبې ډېره ستاینه شوې ده.

پاکستان به د دې پړاو دویمه لوبه د سپټمبر پر ۲۳مه له هند سره او افغانستان به په هم دې ورځ د بنګله دېش په وړاندې میدان ته وځي.

XS
SM
MD
LG