د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ويلي دې چې د زیارت شپې پر سپېدو د پاکستان - هند پر کنټرول کرښه د هند پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي۔
پاکستان وایي هند د پخوا پشان دا ځل هم د سارک سرمشریزه کې خنډونه جوړ کړي دي.
د بلوچستان وکیلانو د اګست د اتمې ځانمرګي برید پر ضد د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې کړي دي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ستمبر په نهه ویشتمه په دوهمه ورځ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په رپورټ بحث کېږي.
کېدای شي، په اسلام اباد کې د نومبر مياشتې لوی سارک کنفرانس دا ځل و نه شي ځکه چې د رپورټونو له مخې د سيمې ډېر هېوادونو پکې د ګډون نه کولو خبره کوي.
عوامي نېشنل ګوند وايي، پر اقتصادي راهدارۍ به د هیواد په مختلفو برخو کې احتجاجي مظاهرې پېلوي او د راتلونکې مياشتې په څلورمه (۴) نېټه به په پېښور، اسلام آباد، کراچۍ او کوټه کې لاریونونه وکړي.
له ۱۹۴۷ م کال راهیسې تر اوسه په پاکستان کې د هندوانو ودونو رجسټریشن نه کېدلو چې له وجې یې دغه خلک د سرکاري اسنادو جوړولو په ګډون له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ وو.
د هند حکومت وايي چې په پاکستان کې د جنوبي اسیا سیمه ییزې همکارۍ ټولنې "سارک" په کېدونکې غونډه کې به ګډون نهکوي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند وایي چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمه یې شل فیصده پوسټونه بشپړ کړي دي او پوځ او اېف سي ځواکونه د پوسټونو انتظام سمبال کړی دی.
د اسلام آباد ضلعي انتطاميې د فرقه یيزي شخړو له وجې په پلازمېنه کې يوولس ځايي او د نورو ضلعو شپاړلس علماو پر ویناګانو د دوو مياشتو لپاره بندیز لګولی دی.
د واکمن ګوند مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين وايي، پر سپارښتونو چې څومره زيات بحث وشي نو دومره به يې ښه نتايج راووځي او امکان دی چې د راتلونکې مياشتې تر پایه به پر سپارښتونو بحث بشپړ شي.
د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو د روسیې او پاکستان ترمنځ د تېرې شنبې ورځې راهیسې د پیل شویو ګډو پوځي مشقونو هرکلی کړی، خو عوامي نشنل ګوند وايي په پوځي مرستو ولاړې دغه اړيکې به تلپاتې او د ولس په ګټه نه وي.
نور وښیئ