د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند هدفي برید ادعا پاکستان نه مني


د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ويلي دې چې د زیارت شپې پر سپېدو د پاکستان - هند پر کنټرول کرښه د هند پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي۔

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د دې ډزو په سختو ټکو کې غندنه کړې۔ بل خوا د هند پوځ وايي چې د سپېدو مهال یې پر کنټرول کرښه په هغه سیمه کې یو هدفي برید کړی چې پکې پر دوی د بریدونو منصوبه جوړېدله خو د پاکستان پوځ دا ادعا ردوي.

ای اېس پي ار زیاتوي، بېګا شپه له دوه نیمو بجو د سهار تر اتو بجود کشمیر په بیمبر، کیل او لیپا کلیو کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر مینځ ډزې وشوې

بل خوا په هند کې د هند پوځي عملیاتو ډایرېکټر لېفټینېنټ جنرل رنبيرسنګ ادعا کوي چې دوی ته خبر ترلاسه شوی وو چې یوڅه ترهګرو له کنټرول کرښې سره نېږدې چوکۍ سمبالې کړې دي او تر هندي ولکې لاندې کشمير او په هند کې کاروايانې کول غواړي. نو ځکه یې ورباندې هدفي برید وکړ او په کامیابۍ سره یې د هغوی مخه ونیوله.

خو د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپل یوه جاري کړي بیان کې د هندي پوځ ادعاوې ردوي او زیاتوي چې هندی پوځ خپلو ناڅاپه ډزو ته د ټاکلي هدفي برید نوم ورکوي۔ د هند لخوا دا څرګندونې چې هغوی د ترهګرو پټنځايونه په نښه کړي دي بېخي له دوکې ډک بیان دی.

بل خوا د پاکستان له وزير اعظم کوره په خپاره شوي یوه بیان کې وزیر اعظم نواز شريف د دغه ډزو په سختو ټکیو غندنه کړې او ويلي یې دي چې د پاکستان د امن کوششونو خواهش دې د دوي کمزوري و نه ګڼل شي.

دا پېښه پر داسې وخت رامخې ته شوې چې د پاکستان او هند ترمینځ په تعلقاتو کې تاوتریخوالی بیا زیات شوی دی.

ياده دې وي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې په اتم جولایي د يو بېلتونپالي برهان واني تر وژلو وروسته په کشمير کې احتجاجونه شروع شول او د هغې له وجې د پاکستان او هند تر مينځ تاوتريخوالی راغلو.

وروسته بیا د سیپټېمبر په اتلسمه نېټه د کشمير په اوړی سېکټړ کې د هند پر یو پوځي اډه په یوه وسله وال برید کې اتلس هندي عسکر ووژل چې هند یې تور پر پاکستان ولګاوه او د دواړو ملکونو تعلقات بیا سخت کړکېچن شول.

XS
SM
MD
LG