د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي پاکستان د خپلو خرابو پاليسيوو له وجې په نړۍ کې يوازې شوی دی. د هغه په وينا پکار ده چې اسلام اباد د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې وساتي او ځان په سفارتي توګه له يوازي کولو وژغوري.
تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د بحث په وخت جمیعت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو ورګډولو مخافت کړی دی.
د کراچۍ ښار بلوچ کالونۍ سيمې سره نيزدې د جمعې په ماښام د ډزو وروسته دوم ملزمان تښتېدلې دي. په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او يو زخمي دی. دغه دوه ملزمان د پوليسو له خوا استعماليدونکي يو شخصي ګاډي کې له عدالته وړل کېدل.
په دې دې ټول ګوندیزه غونډه کې به په کشمیر کې له هند سره پر زیات شوي تاویخوالي او په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ لپاره پر جوړه شوې قومي تګلاره یا نشنل ایکشن پلان خبرې کږي.
که څه هم د سيمه ييزو چارو يو شمېر شنونکي دا ګڼي چې دا تړون افغان حکومت ته له سياسي پلوه ګټه رسولې خو ځینې بيا وايي چې پاکستان غواړي، د حکمتيار غوندې خلک هلته لاړ شي او د پاکستان مخالفه جذباتو پر کمولو سربېره د هند د نفوذ مخه ونيسي.
د راروانې چارشنبې په ورځ د پارلېمان مشترکه اجلاس هم راغوښتل شوی دی چې ویل کېږي وزير اعظم به پارلېمان په اعتماد کې اخلي او د ملک سلامتیا، خود مختارۍ او دفاع په اړه به پکې خبرې کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هند او پاکستانه غوښتنه کړې ده چې خپلې رابطې پیاوړې کړي،او د کشمیر پر سر د زیاتېدونکي تاوتریخوالي پراخیدو مخه دې ونیسي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ويلي دې چې د زیارت شپې پر سپېدو د پاکستان - هند پر کنټرول کرښه د هند پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي۔
پاکستان وایي هند د پخوا پشان دا ځل هم د سارک سرمشریزه کې خنډونه جوړ کړي دي.
د بلوچستان وکیلانو د اګست د اتمې ځانمرګي برید پر ضد د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې کړي دي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ستمبر په نهه ویشتمه په دوهمه ورځ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په رپورټ بحث کېږي.
کېدای شي، په اسلام اباد کې د نومبر مياشتې لوی سارک کنفرانس دا ځل و نه شي ځکه چې د رپورټونو له مخې د سيمې ډېر هېوادونو پکې د ګډون نه کولو خبره کوي.
نور وښیئ