د لاسرسي ځای

تازه خبر

سارک غونډه ښايي و نه شي


کېدای شي، په اسلام اباد کې د نومبر مياشتې لوی سارک کنفرانس دا ځل و نه شي ځکه چې د رپورټونو له مخې د سيمې ډېر هېوادونو پکې د ګډون نه کولو خبره کوي.

د بنګله ديش بهرنيوو چارو مرستيال وزير شهريار عالم اې اېف پي خبري اژانس ته تاييد کړې چې دوی په دغه کنفرنس کې برخه نه اخلي.

د هند تر بايکاټ وروسته، هندي مطبوعاتو ليکلي چې افغانستان او بوټان هم دې سيمينار ته نه ځي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، په سرحدي سیمو کې د ترهګرو بریدونو او د سیمه ییزې همکارۍ سازمان په غړیو هېوادونو کې د لاسوهنو له امله په اسلام‎اباد کې غونډې ته نه ورځي. وړاندې ټاکل شوې وه چې نریندرا مودي په اسلام اباد کې غونډې ته ورشي.

په خبرپاڼه کې د هېواد نوم اخیستو پرته خو نوي ډيلي پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې وسله‎وال پاللي او په هندي کشمیر کې پر پوځي اډه په وسله‎واله حمله کې چې ۱۸ تنه پکې ووژل شو، لاس لري.

هند او افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې د ترهګرو ملاتړ کوي خو اسلام اباد دا تور ردوي.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي په کشمير کې د هندي پوځيانو پر يو مرکز تر بريد وروسته ويلي ول چې دوی به په نړۍ کې پاکستان په سفارتي توګه يوازې کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلام‎اباد د سولې ټینګښت ته ژمن دی.

د هند، هندو ورځپاڼې د سارک هېوادونو اوسني مشرتابه، نيپال د يو چارواکي له خولې ليکلي دي چې که څلور هېوادونه کنفرنس ته نه ورځي نو کېدای شي سږ کال د سارک غونډه و نه شي.

افغانستان، هند، بنګله‎دیش، بوټان، نیپال، مالدیف او سریلنکا د جنوبي اسیا سیمه ییزې همکارۍ سازمان سارک غړي دي.

XS
SM
MD
LG