د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمرانان د کوټې پېښه هېرول غواړي


کوټه کې د اتم اګست پېښې قاتلان دې ونیول شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

کوټه کې د اتم اګست پېښې قاتلان دې ونیول شي

د بلوچستان وکیلانو د اګست د اتمې ځانمرګي برید پر ضد د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې کړي دي.

د اګست په نهه ویشتمه په کوټه کې د وکیلانو لاریون چې له کچارو نه شورو شو، د کوټې پریس کلب مخې ته په یو احتجاجي مظاهره واويښت.

هغوی نه یوازې په لاسونو کې د خپلو غوښتنو لپاره پلې کارډونه نیولي بلکې د حکومت خلاف يې هم شعارونه ورکول.

دبلوچستان های کورټ بار اسوسيېشن پخواني مشر ساجد ترین مشال رېډیو ته وویل:

“زموږ د اتم اګست د شهیدانو په اړه د پاکستان حکمرانانو، انتظاميې او اسټېبلشمنټ چې کومې دعوې کړې وې چې د هغوی قاتلان به ډېر ژر ګرفتار کړو، په هغې هېڅ قسمه پېش رفت نه دی شوی او وکیلان ډېر سخت غوسه دي. ځکه چې د تفتیش له ټولو حقیقتونو سره هر وکیل واقف دی. خو موږ ګورو چې په ملک کې د نورو پېښو په شان حکمرانان غواړي، دغه مسلې ته طول ورکړي چې له خلکو هېره شي. ”

د وکیلانو اتحادیې یوبل غړي منیر کاکړ وویل، چې حکومت د اتم اګست په ځانمرګي برید کې د تورنو کسان په نیولو کې پاته راغلی دی.

“د حکومت په ګډون د حکومت ټولې ادارې، ټولې ایجنسیانې دا نه محسوسوي چې له موږ سره په دغه حواله یوه رابطه وکړي او راته ووایي چې موږ دا تحقیق کړی دی، یا مو یوڅوک نیولی دی او تر دغه ځایه موږ رسېدلي یو. موږ بیاهم کوشش کوو چې په پرامنه طریقه خپله مطالبه پرمخ یوسو، چې د بلال کاسي قاتلان خو ژوندي دي، که خودکش وو، هغه خو ځان والوځولو او ضایع شو خو د بېرسټر امان الله وژونکي لا ژوندي دي. د هغې تحقیقات ولې نشته؟ ”

پر دې مهال د سپریم کورټ وکیل نجیب کاکړ ایډوکېټ مشال رېډیو ته وویل چې د هغو ډاکټرانو پرضد دې هم ګامونه پورته کړل شي چې د پېښې وروسته په هسپتال کې موجود نه ول.

“د اګست د اتمې سانحې په وخت په هسپتال کې هېڅوک نه وو موجود. که د هسپتال د حاضرۍ رجسټر وګورئ، په هغه کې به ټول د سیکیورټي کسان، ټول ډاکټران، وارډ بوای، په کېژولټي وارډ کې چې کوم کسان ټاکل شوي ول، د هغو حاضري پوره وه، خو کوم وخت چې پېښه کېده، د پاو باندې لسو بجو نه تر دولسو بجو پورې چې زه هلته موجود وم، د وکیلانو په لاشونو اورونه لګېدلي ول خو دومره څوک نه وو چې ټپیان راسره پورته کړي، موږ خو یواځې هغه هومره وو چې زخمیان پورته کړو او هسپتال ته یې بوځو. ”

وروسته مظاهره چیان په امنیت سره د کوټې کچارو ته ولاړل، په دغه موقع د انتظامیې لخوا سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي ول.

د کوټې په سول هسپتال کې د اګست اتمې په ځانمرګې برید کې ۷۳ کسان وژل شول ول. په وژل شویو کې د ۲ خبریالانو په ګډون ۵۶ وکیلان شامل ول.

XS
SM
MD
LG