د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې امن د پاکستان امن دی


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ستمبر په نهه ویشتمه په دوهمه ورځ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په رپورټ بحث کېږي.

د ستمبر په اته ویشتمه په قامي اسمبلۍ کې د سېفران وفاقي وزير او د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ غړي عبدالقادر بلوڅ وويل، قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا سره تر یوځایکولو مخکې باید ځانګړي مقصدونه تر لاسه شي. د نوموړي په خبره په دغو سيمو کې پوخ امن راوستل به یې لومړیتوب وي.

خو د عبدالقادر بلوڅ د بيان په اړه په قامي اسمبلۍ کې له باجوړه منتخب د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند غړي شهاب الدين خان مشال رېډيو ته وويل چې په فاټا کې تر ډېر حده پورې امن پر ځای شوی دی خو پوخ امن تر هغو نه شي راتلای چې تر څو په قبايلي سيمو کې يو موثره نظام نه وي جوړ شوی او دغه سیمه تر يو نظام لاندې نه وي راغلې.

نوموړي وویل هم دغه وجه ده چې په فاټا کې اصلاحات ډېر ضروري دي.

شهاب الدين خان وویل، په پارلمان کې د ځينو ګوندونو لخوا د فاټا اصلاحاتو مخالفت کول له قبايلي ولس سره زياتی دی.

هغه وویل ځیني ګوندونه په فاټا اصلاحاتو کې دلچسپي نه اخلي او هم دغه لامل دی چې د نهې په ورځ پر دې موضوع بحث وځنډېدلو.

بلخوا د سيمه ایزو چارو کار پوه او خبريال رحيم الله يوسفزی وايي چې له کلونو راهیسې قبايل په تیارو کې ساتل شوي دي خو اوس په قبايلي ولس کې پوهه راغلې ده او هغوی ته د اصلاحاتو ضرورت دی.

رحيم الله يوسفزي وویل چې په فاټا کې امن راوستل په ملک کې د امن راوستلو په مانا دی، نو پکار ده چې سياسي ګوندونه په فاټا اصلاحاتو په سنجيدګۍ سره کار وکړي او په فاټا کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره هلې ځلې تېزې کړي.

په قامي اسمبلۍ کې له قبایلي سیمو سره تعلق لرونکیو غړيو په بحث کې د برخې اخيستو په وخت وويل، هغوی به کوښښ کوي چې په دې رپورټ یوڅه مثبتې فیصلي مخې ته راشي او د اصلاحاتو له لارې قبايلي ولس ته د هغوی حق ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG