د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر نړیوالو مشرانو غږ کړی چې د کډوالو په کېمپونو کې دې نجونو ته د تعلیم موقعې برابرې کړي چې هغوی له مزدورۍ او په کم عمر کې له ودونو څخه وژغورل شي.
د پاکستان سیند صوبې په شکارپور کې نن سهار د اختر لمانځه پرمهال په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دیارلس کسان ژوبل شوي چې دوه پکې پوليس سرتېري دي.
د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په يو راپور کې راغلي پاکستان او روس د روان کال په پای کې مشترکه پوځي جنګي مشقونه کوي.
د پاکستان پوځ وايي چې د پنجاب او بلوچستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې يې د د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلې دي او يو شمير نور یې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
له قبایلي سیمو د واکمن مسلم لیګ ن سېنېټر شهاب الدين خان مشال راډيو ته وويل چې په قامي اسمبلۍ کې مختلیفو ګوندونو د کمېټۍ رپورټ وستایلو خو د ځینو ګوندنو د خپلمنځي بحث له کبله پر رپورټ تفصيلي خبرې و نه شوې.
سرتاج عزیز په خپل بیان کې وویل، دوی غواړي چې د قبایلي سیمو ولس هم په قامي بهیر کې شامل کړل شي او د دوی محرومیانې پای ته ورسول شي
د پاکستان وفاقي کابينې د افغان کډوالو موده د ۲۰۱۷متر مارچ میاشتې پورې د غځولو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر وايي، د ضرب عضب عملیاتو مقاصد دوی ترلاسه کړي او اوس د ترهګرو د ملاتړو پرضد کاروايي روانه ده.
فاټا اصلاحاتي کميټۍ سفارشات به د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولې شي
د څمکنو مرکز کې افغان کډوال وايي، دوی د مرکز دننه او پر سړک په ګنټو ګنټو انتظار کوي او په سخته ګرمۍ کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دی.
د امريکا داخله چارو وزارت په یوه خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۴ م کال په پرتله په ۲۰۱۵م کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۴۵ فیصده کمی راغلی وو.
په داسې حال کې چې د پاکستان وزيراعظم او پوځي چارواکو يو ځل بيا ادعا وکړه چې پاکستان کې فعالو ترهګر يې ځپلي دي خو د ځينو سياستوالو په خبره په دې وروستيوو کې بريدونو وښوده چې ترهګر لا هم قوي دي.
نور وښیئ