د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اقتصادي راهدارۍ باید ټول پښتانه ګوندونه راووځي


عوامي نېشنل ګوند وايي، د پاکستان حکومت د ژمنو باوجود د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې په غربي لاره کار پېل نه کړ چې له وجې یې دغه ګوند راتلونکې میاشت احتجاجي مظاهري پیلوي.

د عوامي نېشنل ګوند وياند زاهد خان وايي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې په لړ کې يې پروسږ کال په اسلام آباد او کوټه کې دوه ټول -ګونديزې غونډی رابللې وي.

نوموړی زیاتوي، د ګوند مشر اسفنديار ولي خان یې له وزيراعظم نواز شريف سره هم لیدلي وو او په هره موقع ورته حکومت دا باور ورکړی چې لومړی به په غربي لار د کار شورو کولو سره سره په خېبر پښتونخوا کې پر صنعتي مرکزونو او انرژۍ منصوبو باندې کار پېلوي خو د دومره وخت تېرېدو باوجود تراوسه حکومت خپله ژمنه هم پوره نه کړه.

زاهد خان وايي، عوامي نېشنل ګوند پرېکړه کړي چې د هېواد په مختلفو برخو کې به احتجاجي مظاهرې پېلوي او په دې لړ کې به لومړۍ مظاهره د راتلونکې مياشتې په څلورمه (۴) نېټه په پېښور، اسلام آباد، کراچۍ او کوټه کې وکړي.

زاهد خان زیاتوي، که حکومت بيا هم د دوی غوښتنې ونه منلې نو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

د عوامي نېشنل ګوند د ممکنه احتجاجي مظاهرو په اړه د پاکستان تحريک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی شاه فرمان وايي، کله یې چې هم د دی پروژه په اړه خپلې اندېښنې د وفاقي حکومت پر وړاندی اېښودي نو نه يې عوامي نېشنل ګوند حمايت کړې او نه ورسره اسفنديار ولي خان یوځای غږ پورته کړی دی.

شاه فرمان زیاتوي، که د مظاهرو څه مثبته نتیجي مخې ته راغلي نو بیا سمه خبره ده خو عوامي نېشنل ګوند د چین پاکستان اقتصادي راهداری پروژه کې سنجیده نه ښکاري او پر دې سیاست کوي.

د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ ن غړی عباد الله وايي، دې ورستیو کې حکومت په غربي سړک کار شورو کړې دي او حکومت به د هزارې ډويژن په حويليا سيمه کې یوه بندر هم جوړوي. نوموړی زیاتوي، نه پوهېږي چې ولې د دې کارونو باوجود یو مخالف ګوند مظاهرې کول غواړي.

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سېد عالم مسید وايي، وفاقي حکومت د غربي سړک په نامه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ولس ته دوکه ورکوي او تراوسه حکومت خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

نوموړی زیاتوي چې عوامي نېشنل ګوند له ډېره ځنډه ورسته د احتجاجونو کولو پرېکړه کړې او د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په برخه کې له حکومته ډېرې لږې غوښتنې لري نو باید پښتون ملتپاله ګوندونه یو موټي شي او په ګډه له حکومته خپل حقونه وغواړي.

یاده دې وي چې پروسږ کال په اپرېل مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې د شاخوا ٤٦ اربه ډالره ارزښت منصوبې لاسليک کړی چې پکې لویه هغه یې د اقتصادي راهدارۍ منصوبه ده.

XS
SM
MD
LG