د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د فاټا اصلاحاتو پر سپارښتونو بحث کوي


د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه به نن د ګل په مازيګر پنځه (۵) بجې د سپیکر سردار اياز صادق په مشرۍ کې شورو کيږي چې پکې به د نورو بلونو ترڅنګ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ لخوا په وړاندې کړې شویو سپارښتونو هم بحث کېږي.

د خېبر اېحنسۍ پارلماني استازي شاه جي ګل اپرېدي مشال رېډيو ته وويل چې د روانې مياشتې په نهمه (۹) نيټه د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز لخوا قامي اسمبلۍ ته پر وړاندې کړل شويو سپارښتونو به نن د ګل ورځ بحث پيلېږي.

د نوموړي په وینا چې د بحث دوران به دا کوښښ کوي چې په سپارښتونو کې چې کومې نقطې نه دي شاملې کړل شوې لکه دا يقيني کول چې د ۲۰۱۸ م کال په ټولټاکنو کې دې هم له قبايلي سيمو د صوبايي اسمبلۍ غړي منتخب کړل شي او داسې نورې نقطې دي چې د سپارښتونو برخه به يې وګرځوو.

د ذکر ده چې په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف پروسږ کال د سرتاج عزيز په مشرۍ یوه اصلاحاتي کمېټۍ جوړه کړې وه چې پکې د خېبر پښتونخوا له ګورنر اقبال ظفر جګړا علاوه د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوڅ، د وزيراعظم قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه او زاهد حامد شامل دي.

بلخوا د حکمران ګوند مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين وايي، پر سپارښتونو چې څومره زيات بحث وشي نو دومره به يې ښه نتايج راووځي او امکان دی چې د راتلونکې مياشتې تر پایه به پر سپارښتونو بحث بشپړ شي.

فاټا اصلاحاتي کميټۍ د قبايلي سيمو راتلونکې په باب خپلې سپارښتنې په اګست مياشت وزيراعظم نواز شریف ته لېږلې وې چې پکې يې ويلي دي، فاټا ته ځان له د یوې صوبې درجه ورکولو او يا د ګلګت بلتستان غوندې کونسل جوړولو پرځای دې قبايلي سيمې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي.

په سپارښتونو کې راغلي دي چې په فاټا کې دې د خاصه دارو قوت او معيار دومره پیاوړی کړل شي چې په راتلونکیو څلورو، پنځو کلونو کې د پاکستان پوځ پرځای د دندې ترسره کولو جوګه شي.

XS
SM
MD
LG