د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: مذهبي ګوندونو روسیې سره د پوځي تمرینونو هرکلی کړی


فایل فوټو
فایل فوټو

پراګ - د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو د روسیې او پاکستان ترمنځ د تېرې شنبې ورځې راهیسې د پیل شویو ګډو پوځي مشقونو هرکلی کړی، خو عوامي نشنل ګوند وايي په پوځي مرستو ولاړې دغه اړيکې به تلپاتې او د ولس په ګټه نه وي.

د پاکستان جميت العلما اسلام (ف) ګوند د پاکستان او روس ترمنځ د دوستۍ په نامه پوځي مشقونه يو ښه ګام ګڼي خو دا خبره مني چې د پخواني شوروي اتحاد پرضد په پاکستان کې د شوې پروپېګنډې له کبله پاکستانيان روسیې ته په ښه سترګه نه ګوري او هغوی کميونسټ او بې دينه ګڼي.

د نوموړي ګوند د خېبر پښتونخوا وياند مولانه عبدالجليل جان وايي اوس پاکستان د يواځيتوب پر لور روان دی نو پکار ده چې پاکستانی ولس دا خبرې هيرې کړي چې روسان دهريه او کافران دي ، نوموړی وايي که وخت راغی نو دوی به بيا د کميونيزم پرضد ودريږي خو اوس وخت د دې خبرو نه دی.

د پاکستان جومات اسلامي ګوند يو مشر پروفسر ابراهيم بيا وايي لا هم د دوی ګوند پرېکړه نه ده کړې چې د روس او پاکستان ترمنځ د دې نوې دوستۍ ملاتړ يا مخالفت وکړي. خو نوموړی وايي دوی په نولس سوه اتيايمه لسيزه کې د روسیې مخالفت ځکه کاوو چې روسیې هغه وخت په افغانستان يرغل کړی و او غوښتل يې چې نور هيوادونه هم قبضه کړي خو د ده په خبره روسیه اوس دغه تګلاره بدله کړې ده.

خو د عوامي نیشنل ګوند يوه مشره بشرا ګوهر د پاکستان په يادو مذهبي سياسي ګوندونو تور پوری کوي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې تل د خپل ولس په ذهنونو کې د نورو قامونو او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هيوادونو پرضد نفرت پېدا کړی. د دې په خبره د روس پرضد که په تېر وختونو کې د نفرت پروپېګڼده وه او که وس د پاکستان او روس ترمنځ پوځي مشقونه دي هيڅ کله پکې د ولس خيال نه دی ساتل شوی.

بشرا ګوهر وايي دا به ډيره خوشاله وای که چېرې د روسیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي تړون پرځای ولسي تړون شوی وای او د دواړو هيوادونو ولسونه يوبل ته رانيږدې شوي وای.

بل پلو، د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه وړمه شپه پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل چې د روس او پاکستان ترمنځ د دوستۍ په نامه پوځي مشقونه به د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې دوام ولري.دا پوځي مشقونه په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د هند او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG