د بلوچستان لپاره ازادۍ غوښتونکی يو ملت پال ګوند له پاکستان څخه د خپلواکۍ لپاره له هندوستان څخه د نېغ په نېغه پوځي مرستې غوښتنه کړې ده. بلوچان پر پاکستان تور لګوي چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو سره يې په خپله صوبه کې دوی په اقليت بدلول غواړي او وسايل يې نه ورته ورکوي.