د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، هند د سارک سرمشریزه کې خنډونه جوړول


پاکستان وایي هند د پخوا پشان دا ځل هم د سارک سرمشریزه کې خنډونه جوړ کړي دي.

د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د اونیزې خبري غونډې په وخت خبریالانو ته ووېل چې په تېرو دوه میاشتو کې د هند له ارادو څرګندېدل چې د سارک سرمشریزه کې به خنډونه پېدا کوي.

نوموړي څه وضاحت ور نه کړ چې ایا د سارک سرمشریزه ځنډول شوی ده که نه، خو وې ویل چې په ځنډولو کې یې هر ځل هند رول لري.

“موږ په سارک سرمشریزه کې د هندد برخې نه اخیستو له ناسمې فېصلې خبر شوی یو. هند مخکې هم د سارک په غونډو کې داسې خنډونه جوړ کړي دي. زه باور لرم چې تاسو ته به معلومه وي چې پخوا هم څو وارې د هند منفي رویې له امله د سارک غونډې متاثره شوي دي. په تېرو دوه میاشتو کې د هند ارادې په سیاسي کچه له ردعمل ښودلو او د بیانونو نه واضحه دي. هند په کشمیر کې د هندي پوځ لخوا له روانو ظلمونو د نړیوالې ورورولۍ توجه لېرې کول غواړي “

نوموړي وویل چې د سارک سرمشریزې ته د تګ او ځای په اړه د هند په ګډون ټول غړي هېوادونه متفق ول.

د هند سربېره افغانستان ، بنګله دېش او بوټان په سرمشریزه کې له ګډون کولو انکار کړې دې.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نفیس زکریا ووېل چې هند پاکستان په نړۍ کې نه شي یوازی کولای.

(( پاکستان د هند وزیراعظم له بیانونو نه شي یوازې کیدای. پاکستان له نړیوالې ورورولۍ سره نزدې او دوستانه تعلقات لري. د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په موقع د وزیراعظم مصروفیات ، په پاکستان کې د چین په لویه پېمانه سرمایه کاري ، له روس سره مشترکه پوځي مشقونه ، د ایران لخوا د څلورو سمندري پوځي جهازونو راتلل ، له منځني ایشیایي هېوادونو سره په یو شمېر پروژو لاس لیک ، په پاکستان کې د روس ، چین او نړیوالو مالیاتي ادارو سرمایه کاري، له دې هر څه دا څرګندیږي چې پاکستان څومره یواځې دی.))

نوموړي وویل دا هر څه د هند دعوی غلطې ثابتوي.

بلخوا د پاکستان سرکاري رېډیو د پاکستان وزیراعظم د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیزله خولې وايي چېپه سرمشریزه کې د هند د ګډون نه کولو فېصلې له امله د غونډې د ځنډېدو امکان دی خو سارک سېکرېټریت حکومت ته په باضابطه توګه اطلاع نه ده ورکړې.

د سرتاج عزیز په خبره د سارک له اصولو سره سم که یو هېواد هم د برخې د نه اخیستو فېصله وکړي نو غونډه بیا نه کیږي.

د سیمه ایزو چارو کار پوه او خبریال متین حېدر وایي له اوسنيو حالاتو واضحه شوه چې په نومبر کې کیدونکې سارک سرمشریزه نه کیږي.

(( که د هند په ګډوند سیمې نور دوه درې هېوادونه په غونډه کې ګډون نه کوي نو دا خبره واضحه ده چې په سرمشریزه کې د نا شاملیدو لړۍ هند پېل کړې ده. که وکتل شي نو د سارک د دغه غونډې په اړه له ټولو هېوادونو سره تر مشورې پس نېټه ټاکل شوې وه او که سرمشریزه دا ځل نه کیږي نو له امله به یې په سیمه کې کړکېچ سېوا شي))

د هند ترواک لاندې کشمیر په اړي سیمه کې د هند پر پوځي مرکز تر وسله والبرید پس د پاکستان او هند ترمنځتعلقات پېچلې شوي دي.

هند تور لګوي چې پاکستان په برید کې لاس لري خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG