په داسې حال کې چې د پاکستان وزيراعظم او پوځي چارواکو يو ځل بيا ادعا وکړه چې پاکستان کې فعالو ترهګر يې ځپلي دي خو د ځينو سياستوالو په خبره په دې وروستيوو کې بريدونو وښوده چې ترهګر لا هم قوي دي.
د چارسدې د باچا خان پوهنتون انتظاميه وايي که د ګل په ورځ هم استادان همداسې په احتجاج پاتې شي نو دوی به يې پر ضد قانوني کاروايي وکړي. دا پوهنتون د استادانو د احتجاج له کبله له تېرو اوو ورځو راهيسې بند دی.
د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک ګوندونه وايي له پرون راهيسې يې پينډۍ او لاهور کې پيل کړې مظاهرې به يې د غوښتلو تر منلو کېدو پورې دوام وکړي. تحريک انصاف دريځ لري چې موجوده حکمرانانو په درغليوو کې ککړو کسانو سره دې حساب وشي.
پاکستاني سوداګر وايي چې د خپل هيواد د يو نوي قانون له وجې يې د افغانستان او ايران سره تجارت بند شوی دی. د دغه کار له وجې له تېرو دوو ورځو راهيسې له پاکستانه يادو دوو ګاونډي هيوادونو ته مالونه نه دي تللي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک وویل چې دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغانانو د ایساریتا نېټه دې تر د کال ۲۰۲۱ پورې وغځوي او د نا-رجسټرډ هغو نوملیکنه دې زر تر زره پيل کړي.
د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف وايي، د هېواد امنیتي ځواکونو ترهګرۍ ته ماته ورکړې ده.
عاصم باجوه په خپل بريفنګ کې وويل چې پاکستان او افغانستان ترمينځه تګ راتګ لپاره اتلس لارې دې چېرته چې د پولې انتظام لپاره به پر پوله 18 دروازې جوړېږي.
چيف جسټس انور ظهير جمالي له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) د پاکستان آیين ۱۸۴ مې مادې تر ۳ شق لاندې د رجسټرار په ليک اخيستی دی۔
د پاکستان سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ په بلوچستان کې په تېرو دوو کلونو کې د موندل شویو تشددزده مړیو د ډي اېن ټېسټ کولو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو.
د چمن او سپين بولدک لار د ۱۴ ورځو تر بندېدو وروسته نن سهار پر ځايي وخت اووه بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پر پاکستان غږ کړی دی چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د نورو هیوادونو ملګری شي.
نور وښیئ