د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند وایي چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمه یې شل فیصده پوسټونه بشپړ کړي دي او پوځ او اېف سي ځواکونه د پوسټونو انتظام سمبال کړی دی.
د اسلام آباد ضلعي انتطاميې د فرقه یيزي شخړو له وجې په پلازمېنه کې يوولس ځايي او د نورو ضلعو شپاړلس علماو پر ویناګانو د دوو مياشتو لپاره بندیز لګولی دی.
د واکمن ګوند مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين وايي، پر سپارښتونو چې څومره زيات بحث وشي نو دومره به يې ښه نتايج راووځي او امکان دی چې د راتلونکې مياشتې تر پایه به پر سپارښتونو بحث بشپړ شي.
د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو د روسیې او پاکستان ترمنځ د تېرې شنبې ورځې راهیسې د پیل شویو ګډو پوځي مشقونو هرکلی کړی، خو عوامي نشنل ګوند وايي په پوځي مرستو ولاړې دغه اړيکې به تلپاتې او د ولس په ګټه نه وي.
د پاکستان او روس د پوځيانو ترمنځ ګډ پوځي تمرينونه په لومړي ځل تر سره کيږي او دې ته د دوستۍ مشقونو نوم ورکړل شوی دی.
د روسيو پوځيانو يوه ډله له پاکستانيو پوځيانو سره د ګډو پوځي مشقونو او تمرينونو لپاره د لومړي ځل لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د نیویارک او نیوجرسي د پېښو په تړاو د نیول شوي کس مېرمن افغانه ده.
د پاکستان وزير راعظم وويل په افغانستان کې له کلونو راهيسې د روانې جګړې د ختمېدو او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار ده.
خو په لندن کې میشت د اېم کيو اېم مشر ويلي چې څوک الطاف حسېن نه مني هغه بايد له پارليمانه استعفا ورکړي
د پاکستان وزیراعظم وايي، دوی هیلمن دي چې امریکا به د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د شخړو په هوارولو کې خپل رول ولوبوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وويل، که پاکستان وغواړي، نو په افغانستان کې به له وسلهوالو سره په درو مياشتو کې روغه جوړه وشي.
په کوټه کې په اتم اګست د وژل شویو وکیلانو د څلوېښتمې لمانځلو په تړاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د دغه ښار په صادق شهید لوبغالي کې یوه لویه ولسي غونډه وشوه.
نور وښیئ