د بلوچستان بېلابېلو وکیلانو اتحادیو پرېکړه کړې ده چې دوی به د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې د اتم اګست د ځانمرګي برید په اړه د کېس دفاع کوي چې د اورېدو اعلان یې سپریم کورټ دوه اوونۍ مخکې کړی وو.
د جماعت اسلامي په ګډوند پاکستان ځینې نور سیاسي ګوندونه وايي وفاقي حکومت د تصدیقولو په نامه په ټول ملک کې په لکونو شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې لویه شمېره یې د پښتنو ده.
د مومند ایجنسۍ په امبار سیمه کی په یو جومات کی یوه ځانوژونکي بریدګر ۱۹ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
ریچرډ اولسن د سنا بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، ترڅو چې پاکستان په خپله تګلاره کې پرېکنده بدلون نه وي راوستی د ترهګرۍ پرضد به د دغه هېواد مبارزه بریالی نهشي.
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر نړیوالو مشرانو غږ کړی چې د کډوالو په کېمپونو کې دې نجونو ته د تعلیم موقعې برابرې کړي چې هغوی له مزدورۍ او په کم عمر کې له ودونو څخه وژغورل شي.
د پاکستان سیند صوبې په شکارپور کې نن سهار د اختر لمانځه پرمهال په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دیارلس کسان ژوبل شوي چې دوه پکې پوليس سرتېري دي.
د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په يو راپور کې راغلي پاکستان او روس د روان کال په پای کې مشترکه پوځي جنګي مشقونه کوي.
د پاکستان پوځ وايي چې د پنجاب او بلوچستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې يې د د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلې دي او يو شمير نور یې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
له قبایلي سیمو د واکمن مسلم لیګ ن سېنېټر شهاب الدين خان مشال راډيو ته وويل چې په قامي اسمبلۍ کې مختلیفو ګوندونو د کمېټۍ رپورټ وستایلو خو د ځینو ګوندنو د خپلمنځي بحث له کبله پر رپورټ تفصيلي خبرې و نه شوې.
سرتاج عزیز په خپل بیان کې وویل، دوی غواړي چې د قبایلي سیمو ولس هم په قامي بهیر کې شامل کړل شي او د دوی محرومیانې پای ته ورسول شي
د پاکستان وفاقي کابينې د افغان کډوالو موده د ۲۰۱۷متر مارچ میاشتې پورې د غځولو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر وايي، د ضرب عضب عملیاتو مقاصد دوی ترلاسه کړي او اوس د ترهګرو د ملاتړو پرضد کاروايي روانه ده.
نور وښیئ