د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه: د ضرب عضب مرکزي عملیات پای ته رسېدلي


 د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند لېفټنېنټ جنرل عاصم سلیم
د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند لېفټنېنټ جنرل عاصم سلیم

نن د نهې ورځ په پېښور کې د خبریالانو یوې غونډې ته بریفینګ ورکولو په وخت د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند لېفټنېنټ جنرل عاصم سلیم باجوه وویل چې د ترهګرۍ خلاف روان د اپرېشن ضرب عضب مرکزي اپرېشنې پای ته رسېدلې دې.

ده ووېل چې د خېبر ایجنسۍ د راجګل واورین غرونه له وسله والو پاک ګرځول شوي او هلته هم د انتظام لپاره په پوسټونو کار روان دی.

''زه تاسو ته د راجګل په اړه وایم چې راجګل کې به هم داسي پوسټونه جوړول کېږي او هلته به پوځیان ولاړ وي او چې کله د دې پولې د انتظام سمبالولو لپاره د پوسټونو یوه لړې مکمل شي نو له دې سره به په پولیو تګ راتګ کنټرول کې راشي او له دې سره تړلي نور هم څیزونه دي چې په راروانو ورځو کې به ترسره کېږي."

ده وویل چې د سیکیورټي لپاره یو پلان جوړ کړل شوی دی چې د پولې په انتظام کې به مرسته وکړي.

په خپلو خبرو کې د پوځ مطبوعاتو ویاند زیاته کړه چې د روان کال د جولایي له لومړۍ نېټې تر د دې مهاله په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې تر څوارلسو سوو زیات چاڼیز عملیات شوي دي چې له وجې یې امنیت کې ښه والی راغلی دی.

نوموړي ادعا وکړه چې د پېښور ورسک عيسایانو کالونۍ او د مردان ضلعي عدالت بریدونو منصوبه بندي په افغانستان کې شوې وه او د ورسک د برید دوه ملزمان هم نیول شوي دي.

د پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند په وېنا چې د یادو پېښو سهولت کار هم نیول شوی دی.

د یو سوال په جواب کې نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو ځینې ښځينه سهولتکارې هم نیول شوې دې او د هغوی پرضد به قانوني کاروایي کېږي.

خبریالانو ته ده وویل چې د دې بریدونو په اړه مالومات د افغانستان حکومت، ناټو او د افغانستان له نورو چارواکیو سره شریک کړل شوي دي.

لېفټینېنټ جنرل عاصم سلیم باجوه د کډوالو د ستنیدو په اړه خبریالانو ته ووېل چې د کډوالو بحالې کې څومره هم کیداې شي هغه به دوي کوي.

''کافي تندې سره د کډوالو واپسي روانه ده ، که تاسو ته یاد وي نو نومبر نېټه موږ ورکړې وه ، اوس هم دې کې دوه میاشتې شته. پنځه اویا فیصده د کډوالو واپسي شوې ده او له دې سره سره د بیا ودانې او بحالۍ کارونه روان دي. په دې لړ کې د ټولو ادارو ترمینځه رابطه ښه کړل شوې ده او نوره به هم ښه کول کېږي."

د لېفټینېنټ جنرل عاصم سلیم باوجوه په وینا چې د مشرقي سرحد په صورتحال یې نظر دی او د هر قسمه حالاتو لپاره تیار دي.

ده دا هم ووېل چې پاکستان کله هم بې له ثبوته پر هېچا تور نه دی لګولی.

XS
SM
MD
LG