الميډا ليکلي وه چې د پاکستان ولسي چارواکیو پوځي مشرانو ته ويلي چې هېواد په نړيواله توګه د يواځېتوب خوا ته روان دی نو په هيواد کې دې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو پرضد کاروايي وکړل شي.
د وزیراعظم نوازشریف سلاکار امیرمقام نن مشال ریډیو ته ویلي دي چې عمران خان نوم د کرپشن اخلي خو ارادې يي نورې دي.
د شربت ګلې د قضیې د مسول قاضي د نه موجودیت له کبله د نوموړې پر قضیې غور د راتلونکې سې شنبې یا نهې ورځ ته وځنډول شو.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي د ترهګرۍ وروستۍ لړۍ دا څرګندوي چې د يوې منظمې دسيسې له مخې د پښتنو تعليميافته نسل او مستقبل له منځه وړل کېږي.
اسلام اباد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر له خولې د هند په یو ورځپاڼې کې خپور شوی هغه خبره رد کړې چې حقاني شبکه په پاکستان کې موجوده ده.
پاکستانیو پولیسو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف تر پنځوسو زيات کارکنان نیولي او پر مظاهرو یې بندیز لګولی دی.
پاکستانیو پولیسو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف لسګونه پلویان نیولي او پر مظاهرو یې بندیز لګولی دی.
د سيند صوبې سترې محکمې صوبايي حکومت ته امر کړی چې په صوبه کې موجود ټولې شراب خانې دې په فوري توګه بندې کړل شي.
د امداد علي کورنۍ د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن نه د رحم اپیل کړی دی.
د قانوني چارو تجزیه کاران وايي که عمران خان په دغه ورځ د درنې دوران د اسلام اباد ښار تړلو هڅه وکړه نو د عدالت په سپکولو به تورن شي.
اسیايي پرمختیايي بېنک ديامر باشا ډېم منصوبې لپاره د پيسو له ورکولو انکار کړی دی۔ د اسیايي ترقياتي بېنک مشر ويلي دي چې دا یوه ستره پروژه ده او ډېرې پیسې ورته پکار دي.
حضرت عمر زاخیلوال په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د شربت ګلې د نیولو ځای معلوم شوی دی او هغه به ډیر ژر خوشي شي.
نور وښیئ