د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ: عمران خان د اسلام اباد تړلو اجازه نه لري


د قانوني چارو تجزیه کاران وايي که عمران خان په دغه ورځ د درنې دوران د اسلام اباد ښار تړلو هڅه وکړه نو د عدالت په سپکولو به تورن شي.

اسلام اباد های کورټ په دویم نومبر د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د احتجاجي درنې (پرلت) دوران د اسلام اباد له تړلو درولی دی او ویلي یې دي هېڅوک اجازه نه لري چې ولس ته تکلیف ورسوي.

د زیارت په ورځ د عمران خان لخوا په دویم نومبر د اسلام اباد تړلو پرضد د عام ښاریانو له لوري د څلورو درخواستونو اورېدو مهال د اسلام اباد های کورټ کې د جسټس شوکت عزیز صدیقي په مشرۍ قضايي جرګګۍ (بېنچ) وویل احتجاج کول د هر چا حق دی خو د دې لپاره د ښار بندولو اجازت هېچا ته نشته او دا چې په دویم نومبر به سکولونه، کالجونه او هسپتالونه خلاص وي.

پر دې مهال جسټس شوکت عزیز صدیقي اسلام اباد انتظاميې ته حکم ورکړو چې په دغه ورځ دې هېڅ یوه لار په کنټېنرو نه بندوي او د عمران خان د احتجاج لپاره دې یو ځای وټاکل شي چې ترهغه ځایه یې محدود وساتي.

په عدالت کې له پيمرا راغوښتل شوي د عمران خان هغه تقریرونه هم واورول شول چې پکې نوموړي په دویم نومبر د اسلام اباد تړلو او احتجاجي درنې اعلان کړی وو. جسټس شوکت عزیز صدیقي په خپله اورېدنه کې عمران خان ته یادګېرنه (نوټیس) خپور کړ چې په ۳۱ م اکتوبر دې عدالت ته ورشي.

تر عدالتي اورېدنې وروستو عمران خان له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی به په ټاکلې نېټه عدالت ته ورځي.

پر دې مهال وکیل او سیاست وال نعیم بخاري رسنیو ته وویل چې عدالت یو اړخیزه فیصله ورکړې ځکه چې د دې اورېدنې پر مهال یې د پاکستان تحریک انصاف یو غړی هم نه وو وربللی.

د قانوني چارو شنونکی یا څېړونکی وکیل نورعالم وايي نو هغه وویل که چېرې عمران خان په دغه ورځ د عدالت حکم ونه منلو او د اسلام اباد بندولو کوښښ يې وکړو نو دی به په عدالتي سپکاوي تورن شي.

(عمران خان حق نه لري چې د ولس په تګ راتګ او نورو کارونو کې خنډونهپیدا کړي نو هم دا رنګ د اسلام اباد های کورټ نظر هم دا دی چې ولسي مسلو ته به اهمیت ورکوي. عمران خان د احتجاج کولو حق لري خو چې کوم ځای د ولس حقونو سرغړونه کېږي هلته بیا هغه ته اجازت نشته.)

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی اینجینیېر حامدالحق وايي، د عدالتي حکم احترام کوي خو دوی به په جمهوري طریقه خپل احتجاج کوي.

(زموږ کړنلاره هم هغه ده چې کومه عمران خان اعلان کړې ده او موږ د اسلام اباد ولسي ځایونه خو ګرسره نه بندوو، موږ خو به هغه ځایونه بندوو چې حکومتي مشینري پرې چلېږي. که پر هوايي ډګر یو څوک سرکاري یا سفارت کار ځي راځي د هغه لار به بندوو نو اسلام اباد خو ټول یوه خوا ته پروت دی زموږ کار خو تر رېډ زون او کشمیر های وې پورې دی او د عدالت فېصله په سر سترګو خو موږ به خپل احتجاج سر ته رسوو.)

یاده دې وي په دویم نومبر پاکستان تحریک انصاف د پاناما لیکس او درغلیو پرضد په اسلام اباد کې د احتجاجې درنې اعلان کړی وو او د عمران خان غوښتنه ده چې وزیر اعظم نوازشریف دې استعفا ورکړي او یا دې ځان احتساب ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG