افغان طالبان وايي تر هغې د سولې خبرې نه شي پيليدلی تر څو چې د قطر دفتر رسمي شوی نه وي. د افغان طالبانو د قطر دفتر يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې د مطبوعاتو هغه رپورټونه سم نه دي چې يو دري کسيز پلاوی یې اسلام اباد ته افغان حکومت سره د سولې خبرو پيلولو لپاره تللی دی.