د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د اطلاعاتو وزير له دندې ګوښه کړل شو


پروېز رشيد
پروېز رشيد

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د دې هېواد د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد له خپلې دندې ليرې کړی دی. د وزيراعظم له دفتره په خپاره شوې نننۍ (شنبه) اعلاميه کې راغلي چې د اکتوبر پر شپږمه نېټه د پاکستان په ((ډان)) ورځپاڼه کې د ملي امنيت شورا او د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې غونډې په اړه يو ((خودساخته)) راپور د دنوموړي د ګوښه کېدو سوب شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، د راپور خپرېدو په اړه تر دې دمه راټول شوي شواهد ښيي چې د اطلاعاتو وزير په دې لړ کې غفلت کړی نو په دې اساس نوموړي ته د خپلې دندې پرېښودو ويل شوي تر څو په دې اړه خپلواکې او تفصيلي پلټنې ترسره شي.

خبرپاڼه زياتوي، د پاکستان حکومت د دې هېواد د ولسي او پوځي استخباراتي ادارو ((آی اېس آی، اېم آی او آی بي)) د چارواکو کمېټۍ جوړه کړې تر څو د راپور په خپرولو کې د لاس لرونکو کسانو اهداف او ګټې معلومې کړي او ذمه واره کسان په ډاګه کړي.

د پاکستان نامتو خبريال سيرل الميډا د روانې اکتوبر میاشتې پر شپږمه نېټه د پاکستان په انګريزې ژبې ورځپاڼې ((ډان)) کې د پاکستان د ملي امنيت شورا د غونډې په اړه راپور خپور کړی و. نوموړي په هغه راپور کې ليکلي وه چې ولسي چارواکیو د هېواد پوځي مشرانو ته ويلي چې هېواد په نړيواله توګه د يواځېتوب خوا ته روان دی نو پکار ده چې په هيواد کې د ناقانونه ګرځول شوو سختدريځو ډلو پرضد کاروايي وکړل شي. هغه وخت د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د پوځ مشر راحيل شريف دا راپور بې بنسټه بللی و. بلخوا حکومت پر سيرل الميډا له پاکستانه بهر وتو سفري بنديز ولګوی چې د بشري حقونو او خبريالانو د نړيوالو او کورنيو سازمانونو تر فشار وروسته يې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه ورڅخه ليرې کړی.

XS
SM
MD
LG