د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذهني ناروغه امداد علي دې نه زندۍ کېږي


د امداد علي کورنۍ د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن نه د رحم اپیل کړی دی.

د چارشنبې په ورځ پنجاب صوبې چارواکو یو واري بیا د ذهني معذوره تن امداد علي ته د پانسې ورکولو احکامات جاري کړي دي.

نوموړي ته تېره میاشت د مرګ سزا اورول شوې وه د څه ودرولو لپاره یې کورنې په سپریم کورټ کې درخواست هم کړې وو خو سپریم کورټ خپله فېصله کې ویلي وو چې د امداد علي ذهني مرض یا شېزوفرېنیا یو مستقله ناروغتیا نه ده.

ذهني معذوره تن امداد علي ته قانوني کمک وړاندې کونکې ادارې د جسټس پروجېکټ پاکستان په وېنا چې د عدالت لخوا د پنجاب صوبې په ویهاړي جېل کې په دوېم نومبر امداد علي ته د پانسې ورکولو امر شوې دې.

جسټس پروجېکټ پاکستان وایې چې د پاکستان حکومت د نړیوال قوانینو خلاف ورزي کوي.

پنځوس کلن امداد علي په کال ۲۰۰۲ کې یو دیني عالم وژلې وو.

مشال راډیو سره په خبرو کې د جسټس پروجېکټ پاکستان یو چارواکې رمل محي الدین ووېل چې تېر اته کاله مسلسل د امداد علي د مرض تشخیص شوې دې او دا یوه داسې ناروغي ده چې علاج سره هم مریض نه ښه کیږي.

رمل محي الدین په وېنا ادراه یې د پاکستان ولسمشر نه هیله مند دې چې د امداد علي دعلاج په غرض به د مرګ سزا یې د عمر قېد په سزا کې بدلوي.

''د امداد علي کېس په اړه سپریم کورټ د ډکشنرې په تعریف انحصار کړې دې او د طب د مجلو حوالې یې نه دې کتلې. او د سپریم کورټ فېصله د اتیا یمې لسیزې د یو داسي کېس حواله ورکوي کوم چې رد کړې شوې وو نو د سپریم کورټ دا یوه ډېره عجیبه فېصله ده. د امداد علي کېس په لړ کې د بخنې نړیوال سازمان ، د بشري حقونو کمیشن او د ایشیا د حقونو کمیشن خپل بیانونه جاري کړې دې او د سپریم کورټ فېصله یې غندلې ده.''

یاده دې وي چې د بخنې نړیوال سازمان د ذهني مریض د مرګ سزا د پرېشانې وړ ګرځولې وه.

د ګومل مېډیکل کالج د نفسیاتو د څانګې مشر ډاکټر منیر احمد داوړ وایې چې د شېزو فرېنیا مرض د ذهني ناروغو د ټولو لوې مرض دې چې علاج یې وخت په وخت روان وي خو چې څنګه دوایې ختمه کړي نو واپس خپل حالت ته ځي.

ډاکټر منیر احمد داوړ په وېنا چې په دې مرض کې مریضان د هر سړې نه یریږي او د خپل دفاع لپاره حمله هم وکړي.

''زما په خیال داسي مریض ته پانسي نه ده ملاو شوې او داسي مریضانو ته پانسي ورکول هم نه ده پکار ځکه چې د یو مرض په نتیجه کې ورنه څه حرکت وشي. دې لړ کې پاکستان سایکاټرک سوسایټي هم خپل یو بیان ورکړې دې او دا یې ویلي دي چې دا د ذهني نارغیو یو لوې مرض دې او په خپلې فېصلې یو وارې بیا غور وکړي.''

پاکستان کې د مرګ په سزا پابندي وچتولو فېصله په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید نه پس شوې وه.

د جسټس پروجېکټ پاکستان د مالوماتو ترمخه تراوسه پورې څلور سوه او اته کسانو ته د مرګ سزا ورکړې شوې ده او اته زره او دوه سوه کسان د مرګ د سزا منتظر دي.

XS
SM
MD
LG