د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حقاني شبکه په پاکستان کې نشته'


اسلام اباد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر له خولې د هند په یو ورځپاڼې کې خپور شوی هغه خبره رد کړې چې حقاني شبکه په پاکستان کې موجوده ده.

د زیارت ورځ اونیزې خبري غونډې ته د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند نفیس ذکریا وویل، چې پاکستان له امریکایې چارواکیو له افغانستان حکومت سره په غونډیو او په مطبوعاتو کې بیا بیا دا خبره کړې چې په خپله خاوره بې توپیره د وسله والو پرضد کاروایي کوي او هېچا ته به هم اجازه ور نه کړي چې د هېواد خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.

نفیس ذکریا په خپلو خبرو کې وویل چې د روان کال په جون میاشت کې په افغانستان کې د حقاني شبکې د یوه وسله وال له وژنې څرګندېږي چې حقاني شبکه په اصل کې چرته ده.

(افغان طالبان په افغانستان کې دي. او څه ډلې چې یې دي هغه په افغانستان کې دي. په افغانستان کې چې کومې کاروایانې د طالبانو پرضد کېږي او کوم د مطبوعاتو رپورټونه چې موږ ته ملاوېږي نو دا وسله وال هلته وژل کېږي. موږ په داسې خبرونو کې پاکستان تورنولو او دا شان د خبرونو خپرولو تاید نه کوو، له دې سره اتفاق نه لرو.)

د خارجه چارو دفتر ویاند خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په حقیقت کې خپله پاکستان هاغه خارجي ترهګریز عناصرو اغېزمن کړې چې د وسله والو سره مالي مرستې کوي او تازه مثال یې د کوټه په پولیس د برید پېښه ده.

د یوې پوښتنې په ځواب ذکریا وویل چې د افغانستان سولې او ثبات په خاطر به په هند کې د اسیا زړه کانفرنس کې ګډون کوي.

(دا د پاکستان حکومت ژمنه ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات راوستو لپاره به ټول کوششونه پکار راولي. پاکستان همېشه په سیمه کې د سولې او د سوکالې کوششونو ملاتړ کړی او مخکې به یې هم کوي. موږ به خپل کردار لوبوو او هېچا ته به هم اجازه ورنکړو چې سیمه ییز فورم د یو ملک د سیاست ښکار شي.)

امریکا او افغانستان بیا بیا له پاکستانه غوښتنه کوي چې د حقاني شبکې پرضد دې کاروایي وکړي خو پاکستان وايي د ټولو وسله والو ډلو خلاف بې توپیره کاروايي کوي.

XS
SM
MD
LG