د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال: شربت ګله به ډېر ژر خوشې شي


شربت ګله
شربت ګله

حضرت عمر زاخیلوال په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د شربت ګلې د نیولو ځای معلوم شوی دی او هغه به ډیر ژر خوشي شي.

پراګ: په اسلام اباد کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخېلوال وايي ،شربت ګله به ډیر ژر له بنده خوشې کړل شي.

حضرت عمر زاخیلوال پر خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د شربت ګلې د نیولو ځای معلوم شوی دی او هغه به ډیر ژر خوشي شي.

په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې نشنل جیوګرافیک مجلې د افغانې شربت ګلې یو عکس خپور کړ، په دې عکس کې د شربت ګلې څيره او په ځانګړې توګه سترګې په نړۍ کې مشهوره شوې.

دا له نژدې څلور لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسي او پرون په پیښور کې د جعلي اسنادولرلو په تور ونیول شوه.

حضرت عمر زاخیلوال د افغانستان سفیر له ولسمشر اشرف غني هیله کړې ده چې افغانستان ته د شربت ګلې او د هغې د کورنۍ د ستنیدو لپاره زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG