د پاکستان پارلېمان د ناموسي وژنو او جنسي تيري مخنيوي لپاره دوه قانوني مسودی منظوري کړي دي. د مسودو تر مخه په دی جرمونو کې ککړ ځينو کسانو ته به د پانسۍ او ځينوته د عمر قيد او جرمانو سزا ورکول کیږي.
د پاکستان وزير اعظم وایي ملک یې د جنګ خلاف دی او په سيمه کې تل پاتې امن غواړي او د کشمير پشمول ټولې مسلې د مذاکراتو له لارې هوارول غواړي.
د پاکستان خارجه چارو وزارت وایي، په برسلز کې د افغانستان لپاره رابلل شوي کانفرنس پر مهال د پاکستان وزیراعظم د خارجه امورو مشیر د افغانستان له مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.
د پوليسو د مشر په وینا چې دا وسله په کراچۍ کې د قلنګ او په ځمکو د قبضو په پیسو اخستل شوې ده
جان کېري وویل، نړیواله ټولنه په برسلز کې یوځل بیا د دې لپاره راټوله شوې ده او دا هوډ کوي چې موږ به کله هم افغانستان یوازې نه پرېږدو
د مومند ایجنسۍ په ډنډ سیمه کې سرکاري پرایمري سکول پېښور ته له مومندو او باجوړ نه تلونکي لويي سړک په غاړه جوړ دې چی زیاتره یی ماشومان د ټرېفیکي حادثو ښکار شوي دي.
پر دې موقع د ياد ګوند مشرانو وويل چې مرکزي حکومت بايد د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د بدلون نه ډډه وکړي او په دغه منصوبه کې ټولو صوبو ته یو شان برخه ورکړي.
په کوټه کې پرون [ سېشنبه] وسله والو کسانو هزاره ټاون ته په لار د مسافرو یو موټر درولی او څلور هزاره ښځې یې وژلې دي. په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې هم ده.
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سیاسي ګوندونو د سېشنبې په ماښام پر وزیراعظم نوازشریف او وفاقي حکومت غږ وکړ چې د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د جوړولو پر مهال دې له ژمنې سره سم غربي لاره چې د پښتنو له سیمو تېریږي په پام کې ونیسي.
د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ غونډه کې د هېواد کورنۍ او بهرنۍ سلامتیا پر صورتحال، او د پوځونو تیارۍ جاج واخیستل شو.
غونډې ته په خطاب کې د وزير اعظم وينا وه چې د وفاق او صوبو تر مينځه په نېشنل ايکشن پلان دې رابطې توندې کړل شي۔
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ د دغه ملک د مختلفو پارلماني سياسي ګوندونو یوه ګډه غونډه په اسلام آباد کې وشوه چې پکې ټولو ګوندونو د کشمير په شخړه د حکومتي دريځ ملاتړ وکړو.
نور وښیئ