د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هر حال کې به احتجاج کوو :عمران خان


په اسلام اباد کې د تحریک انصاف غړیو د دویم نومبر د احتجاجي ناستې لپاره تیارۍ نیولي دي او انتظامیې یاد ښار ته په تلونکو ټولو لارو پولیس سرتیري ځاي پر ځاي کړیدي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان نن ویلي دي چې حکومت د دوی د جمهوري حق لار نیسي خو دوی به د نومبر په دویمه نیټه په هر حال کې د وزیراعظم نوازشریف پر ضد احتجاجي ناسته کوي.

تحریک انصاف مشران وایي حکومت یې کارکنان نیولې دي، او باید دغه زر تر زره خوشې کړای شي، دوی وایي حکومت ټولې لارې بندې کړي دي، او خلک اسلام اباد تلو ته نه پریږدي.

د وزیراعظم نوازشریف سلاکار امیرمقام نن مشال ریډیو ته ویلي دي چې عمران خان نوم د کرپشن اخلي خو ارادې يي نورې دي.نوموړی وایي دا د حکومت ذمه واري ده چې د امن وامان صورتحال ټینګ وساتي.

اسلام اباد سره نیزدې په بني ګاله کې خبریالانو ته د وینا په وخت عمران خان ویلي دي چې د نومبر په دویمه نیټه به وزیراعظم نوازشریف ته وښايي چې جمهوریت په اصل کې څه ته وايي؟ نوموړي د ګوند غړیو ته ویلي دي چې په لویو لویو ډلو کې ځان اسلام اباد ته ورسوي.

هلته وفاقي حکومت تر دوو میاشتو په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې د ۱۴۴ دفعې تر لاندې پر مظاهرو او احتجاجونو بندیز لګولی دی.

تحریک انصاف د مسلم لیګ (ن) پر حکومت او وزیراعظم نواز شریف د درغلۍ تور پورې کوي او ورنه یې د پاناما اسنادو معاملې د پلټنو غوښتنه کړې ده. خوحکومت په اداري فساد کې د ککړتیا تور ردوي. حکومت وايي چې وزير اعظم نواز شريف او د هغه کورنۍ په کرپشن کې ککړ نه دې خو بيا هم په هر فورم خپل احتساب او ځواب ورکولو له تيار دې۔

XS
SM
MD
LG