د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان وايي د قامي سلامتۍ غونډي په اړه د خپور شوي خبر د پلټنو لپاره به د دوشنبې تر ورځې پورې تحقیقاتي کمیټي جوړه کړل شي.
بلخوا څیړونکي وایي که څه هم د صوبې یو لوړ پوړي چارواکي له داسې ژبه استمالول نه وو پکار، خو دغه یواځې یوهسیاسي مسله ده، او باید قانوني مسله ترې جوړه نه شي.
د سېنېټ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي دي که په پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ کې له پښتون مېشتو سيمو تېريدونکې غربي لار شامله وي نو ورته دې وښايې او که چېرې دغه لار وجود نه لري نو بیا دې په رسنیو کې د دې لارې په اړه له اشتهارونو خپرولو ډډه وکړي.
پاکستان په اسلام اباد کې د هند های کمېشن کې د هند استخباراتي ادارو را او د ای بي د اتو کسانو د یوه نېټورک انکشاف کړی چې دوی په جاسوسۍ ککړ دي او له ډېرې مودې راهیسې یې د دوی څارنه کوله.
د پاکستان وزير اعظم نواز شريف په پاناما اسنادو کې په خپل نامه په بهرنیو هېوادونو کې د کمپنیانو له درلودلو انکار کړی دی.
د کراچۍ په لانډۍ کې پر هم دغه ځای د ۲۰۰۹ م کال د نومبر پر درېمه نېټه د سورلیو دوه رېل ګاډي په خپلو کې سره جنګېدلي ول چې پکې ۱۸ کسان مړه شوي او یو شمېر ژوبل شوي ول.
د بلوچستان په ساحلي سیمه ګډاني کې د یوې سمندري بېړۍ د ماتولو او کباړولو پر مهال د اور لګېدو په پېښه کې د مړیو شمېره ۱۷ تنو ته ختلې ده او ۵۰ نور ژوبل دي.
د شورو په ورځ په پېښور کې یوه ځانګړي عدالت د نړيوال شهرت لرونکې شریت ګلې ضمانت په دې دلیل و نه مانه چې هغه د افغانستان اوسېدونکې ده او په ناقانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي.
د پاکستان سپريم کورټ د نومبر په لومړۍ نيټه فيصله وکړه چې د پانامه اسنادو پلټنو په لړ کې به د طریقه کار ټاکلو فيصله عدالت په خپله کوي.
سېنېټر بابر وویل، په قبايلي سيمو کې تر هغو اصلاحات نه شي راوستل کېدلی چې لومړی په فاټا کې پابندیانې نه وې ختم شوې او هلته هرې سيمې ته غځېدلې لارې لارې نه وي پرانستل شوې.
پاکستان تحریک انصاف په اسلام اباد کې د خپل احتجاج ختمولو اعلان وکړی. نوموړي ګوند دا پرېکړه نن د پاکستان سپريم کورټ لخوا د پاناما اسنادو د پلټنې لپاره د کمېشن جوړولو تر پريکړې وروسته وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف پلویان وایي، له صوابۍ او چچ انټرچېنج سره نژدې یې امنیتي ځواکونو د احتجاجي کاروان تیت و پرکولو لپاره اوښلن ګیس کارولی دی.
نور وښیئ