د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي د ترهګرۍ وروستۍ لړۍ دا څرګندوي چې د يوې منظمې دسيسې له مخې د پښتنو تعليميافته نسل او مستقبل له منځه وړل کېږي.
اسفندیار وایي داسې ښکاري چې ګواکې دغو ترهګرو دا فیصله کړې ده چې د پښتنو په تعلیم یافته ځوانانو به بریدونه کوي.
نوموړى وايي تر اوسه په لویو ترهګرو پيښو کې ککړ کسان ندي نیول شوي، او زیاتوي چې ولې په کوټه کې دغه کیډټس بیرته راوغوښتل شول، هغه وایي دا یوه مهمه پوښتنه ده.
اسفنديار ولي خان وايي پر ځای د دې چې په نورو هیوادونو تورونه پورې کړل شی، باید لومړی خپلو کمزورو ته وکتل شي.
له ښاغلي اسنفديارولي خان سره په کوټه کې د مشال خبريال بارکوال مياخېل يوه تفصيلي مرکه کړې ده: