د لاسرسي ځای

تازه خبر

شربت ګله به زر خوشې کړل شي:زاخېلوال


په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د پاکستاني چارواکو له خوا د افغانستان د معروفې څېرې شربت ګلې نیول سوال پارونکي دي او نه پوهېږي چې ولې نوموړې په یو داسې تور نیول شوې چې په کې نوموړې مجرمه نه شي ګڼل کېدای.

ښاغلي زاخېلوال د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د دې افغان مېرمنې د خوشې کولو لپاره هم له حقوقي او هم له سیاسي لارو هڅې کوي او تمه لري چې نوموړې به په راتلونکو څو ورځو کې خوشې شي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي، شربت ګله په ډېرو کمزورو شواهدو او داسې حال کې نیول شوې چې هغه خپله افغانستان ته د تلو په چمتووالي بوخته وه او دا مسئله د دوی لپاره سوال پارونکې ده.

د شربت ګلې نیول هیڅ ډول توجیه نه لري، بلکې پوښتنه پارونکي دي.

ښاغلي زاخېلوال مشال راډیو ته وویل د شربت ګلې نیول هیڅ ډول توجیه نه لري، بلکې پوښتنه پارونکي دي.

"په هر ځای کې چې د دې د نیولو پرېکړه شوې، سوال پارونکي دی، یا خو په ناخبرۍ دا کار شوی او یا په قصدي توګه د دې لپاره شوی چې د افغانانو احساسات خوږ کړي."

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د شربت ګلې په نوم هغه کونډه افغان مېرمن د جعلي شناختي کارډ د جوړولو په تور ونیوله چې لسیزې وړاندې پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال یې د کوچنۍ مهاجرې په توګه یو تصویر چې نیشنل جیوګرافیک مجلې خپور کړی و نړیوال شهرت وموند او له هغې راوروسته په افغانستان او نړۍ کې یوه مشهوره او محبوبه افغان څېره ګڼل کېږي.

ټاکل شوې وه چې شربت ګله ده د جمعې په ورځ د پېښور یوې محکمې ته پر دې د لګېدلې تور په وړاندې ودرول شي.

خو په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د قضیې د مسول قاضي د نه موجودیت له کبله د نوموړې پر قضیې غور د راتلونکې سې شنبې یا نهې ورځ ته وځنډول شو.

ښاغلي زاخېلوال له مشال راډیوسره په خبرو کې وویل دوی د شربت ګلې د قضیې لپاره هم په سیاسي برخه او هم په حقوقي برخه کې هڅې پیل کړي او دوی یې ډېر ژر د خوشې کېدو تمه لري.

هغه زیاته کړه:

(ډېره زیاته هیله شته چې که خدای کول نوموړې به د نومبر په لومړۍ نېټه چې د سې شنبې ورځ ده خوشې شي، موږ د مدافع وکیلانو یو پیاوړې ډله ورته ټاکلې، له سیاسو لارو هم ما د پاکستان له چارواکو سره اړیکې نیولې، نو هیله من یم چې د

ډېره زیاته هیله شته چې که خدای کول نوموړې به د نومبر په لومړۍ نېټه چې د سې شنبې ورځ ده خوشې شي،

سې شنبې په ورځ یې محکمې ته اول او وروستی راتګ وي او دا دوسیه چې دوی ورته جوړه کړې یا یې بېرته واخلي او یا یې محکمه لغوه کړي)

په پاکستان کې افغان سفیر وايي، د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره یې د شربت ګلې قضیه یاده کړې او هغه په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

نوموړی وايي، یو مفصل لیک یې هم د شربت ګلې د قضیې په اړه پاکستاني چارواکو ته استولی دی.

په پاکستان کې افغان سفیر وايي، په دې لیک کې یې هغه ټکي روښانه کړي چې له مخې یې شربت ګله باید نه وای نیول شوې او اوس باید ژر تر ژره خوشې شي.

ښاغلي زاخېلوال د شربت ګلې نیول د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړیکو ته زیان رسونکي وبلل او همدارنګه یې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر چوهدري نثار علي خان هغه اعلان ته اشاره وکړه چې د پاکستاني شناختي کارډ لرونکو افغانانو ته یې د نومبر تر ۱۵ نېټې پورې وخت ورکړی او ویلې دي که تر دې نېټې خپل شناختي کارډونه وسپاري نو له قانوني چلن سره به نه مخ کېږي.

خو د نوموړي په وینا شربت ګله په داسې حال کې نیول شوې چې دې نېټې نه تر دوو اونیو زیات وخت پاتې دی.

حضرت عمر زاخېلوال همدارنګه ټینګار وکړ چې نه خو د شربت ګلې شناختي کارډ جعلی دی او نه یې له جعلې لارې تر لاسه کړی.

بلکې په سلګونو زرو افغانانو د یوې ډېرې عادي پروسې له لارې د پاکستان شناختي کارډونه تر لاسه کړي چې شربت ګله هم یوه له دوی څخه ده.

په اسلام اباد کې د افغان سفیر په وینا که په دې برخه کې د جرم مسئله وي نو کډوال نه بلکې هغه کسان چې دوی ته یې دا شناختي کارډونه ورکړي مجرم دي.

د ښاغلي زاخېلوال په وینا، شربت ګلې په پاکستان کې خپل وړوکی کور پلورلی او افغانستان ته د تلو په چمتوالي کې وه.

نوموړي وویل د دې مېرمنې خاوند او یوه مشره لور په یوه داسې ناروغۍ مړه شوي چې د درملنې وړ وه او خپله هم ناروغه ده.

عمر زاخېلوال زیاته کړه چې افغان حکومت به له خوشې کېدو سره سم شربت ګله او کورنۍ یې په درنښت افغانستان ته واستوي او هلته به ورته د استوګنې او درملنې شرایط برابر کړي.

XS
SM
MD
LG