جان مکېن په سېنېټ کې د ارېزونا ایالت په استازیتوب شپږ دورې کار کړی او د ناروغۍ تر تشخیص وروسته یې جمهوري غوښتونکو او ډېموکراتانو یو شان ستاینې وکړې.
د فرانسې پولیس وايي، یوه کس له پلازمېنې پاریس سره نېږدې دوه ښځې په چړو وژلي او یو کس یې سخت ژوبل کړی دی.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان پر اسلام اباد د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه.
د هند وزیراعظم نريندرا مودي د هغه په مرګ خپګان ښودلی او پر ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې کلديپ نير د خپل وخت يو لوی دانشور وو.
د روس ولسمشر وایي،د امریکا له ولسمشر سره یې د تیرې میاشتې لیدنه کتنه ګټوره وه.
روسیې ویلي چې افغان طالبانو په مسکو کې په خبرو کې د ګډون بلنه منلې ده. خو طالبانو لا رسماً څه نه دي ویلي.
هندۍ رسنۍ وايي، د پخواني وزیراعظم اټل بهاري واجپايي وروستي مراسم نن مازیګر د دلي پر وخت څلور بجې کېږي.
ایران د یو نوي بیلیسټیک توغندی ازموینه کړې چې په لنډ واټن کې خپل هدف ویشتی شي او دا یې هم ویلي چې د خپلو مېزایلو وړتیا به لا نوره پیاوړې کوي.
د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي چې په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي ایتلاف د وروستۍ بمبارۍ په اړه باید معتبرې او شفافې څېړنې وشي.
کانادا ویلي د خپلې هغه خبرې نه پرشا کېږي چې پکې یې په سعودي عرب کې د ټولو بندي شوو بشري حقونو د فعالانو خوشې کولو غوښتنه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر کړی.
د ایران د پارلېمان غړو ولسمشر حسن روحاني ته یو میاشت وخت ورکړی څو هغه د ملک د مخ په خرابیدونکي اقتصاد له وجې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د پارلېمان په وړاندې حاضر شي.
نور وښیئ